د انجونو په پیدایښت ځینې کورنۍ ناخوښې وي او د انجلۍ پیدایښت ورته لکه د ټوپک ګوزار ښکاري.
ولې او څوک د انجلۍ په پیدایښت ناخوښه وي؟ ځوابونه بیلابیل دي:
۱. ناپوهي
ناپوهي، او د انجونو د ارزښت څخه ناخبري هغه څه دي چې په ډیری کورنیو کې د انجلۍ په پیدایښت منفي عکس العل ښودل کیږي.
د ننګرهار د عامې روغتیا روغتون اړوند یوه قابله چې نه غواړي نوم يې ذکر شي، وايي:
«د څو کالو راهیسې په د ولادتونو په خونه کې کار کوم، ډیری هغه کورنۍ چې په لیرو پرتو سیمو کې اوسیږي لاهم د انجلۍ پیدا کیدل کفر ګڼي، ځینې میندې چې انجلۍ وزیږي، نو بدبخته يې بولي او خواښې ورته بد رد وايي او تر دې پورې ورته وايي چې سم خوراک به هم رانه ونه ګورې حال دا چې دا هر څه د میرمنې لخوا نه بلکې د الله ج لخوا دي.»
۲. د پرله پسې انجونو پیدا کیدل
هارون د اوو لوڼو پلار دی هغه خپله شپږمه لور خپلې لیرې ریشته دارې بې اولاده میرمنې ته ورکړې.
هغه وايي:
«د پرله پسې شپږمې لور پیدا کیدو سخت غمجن کړم او نور مې دا توان نه وو چې لور دې تر زیږیدو وروسته کور ته راوړم هماغه وو چې د پیدایښت سره سم مې خپلې یوې لیرې بې اولاده خپلوانې ته ورکړه، زه اوس ډیر پښیمانه یم خو لور مې ځکه بیرته نشم راوړلی چې ما د نوموړې میرمن سره ژبه کړې چې لور مې د تل لپاره د هغې شوه.»
هارون وايې، د لور آینده یې راته هیڅ روښانه نه ښکارې ځکه هغه دیني مور يې وايې چې نه غواړې لور مې دې د کوره د زده کړو لپاره ووځي ځکه بیا به يې همزولي ورته وايي چې دا دې سکه مور نده او د انجلې به زړه تور شي.
۳. څنګه د انجلۍ د پیدایښت خلاف ذهنیتونه مثبت کیدایشي؟
د انجلۍ د پیدایښت په اړه باید ذهنیتونه بدل شي او د داسې ذهنیتونو بدلول د دینې عالمانو، رسنیو، ځوانانو او د هر مثبت فکره وګړي کار دی او باید هرڅوک په دغه برخه کې د خپل وس مطابق کار وکړي او دا بد فکر باید د هرمخالف وګړي پر وړاندې بدل شي.
که په واقعیت کې دیني عالمان په تقریرونو او ویناوو کې خلکو ته په څو څو ځله په دې اړه وغږیږي، خامخا به یې ذهنونه بدل شي، ځکه دلته اکثره خلک بې تعلیمه دي او په دې نه پوهیږي چې دا کار څومره ګناه لري.
ددې ترڅنګ رسنۍ او قومي مشران هم ډیر مسوول دي او په خوا کې یې نن سبا ټولنیزې رسنۍ ډیرې مهمې دي چې باید ډیرې ښې او مثبتې وکارول شي، څو خلکو په دې اړه هم سالم ذهنیت ورکړل شي.