راپور: بشر درویش
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د سویابینو ۱۵ ننداریزې قطعې جوړیږي.
افغان کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ويلي؛ دغه ننداریزې قطعې هر یوه یې په یوه جریبه ځمکه کې جوړیږي.
خبرپاڼه کې ويل شوي؛ د لوګر د کرنې ریاست د یادو ننداریزو قطعو د جوړولو په پار پر ۱۵ بزګرانو د سویابینو تخم، یوریا او «ډي پي اي» کیمیاوي سرې وېشلي دي.
ويل شوي؛ د دغو وېشل شویو توکو په هره کڅوړ کې د سویابینو ۱۰ کیلوګرامه اصلاح شوي تخمونه او ۳۵ کیلو ګرامه سرې شامل دي.
د لوګر دکرنې ریاست وایي:
«پر دغو ۱۵ بزګرانو د سویابینو د اصلاح شوي تخمونو د وېش ترڅنګ دوی ته ددې بوټي د کرکېلي، حاصل ټولولو او پالنې په موخه روزنه هم ورکړې ده.»
سرچينه زياتوي؛ سویابین بشپړه پروتیني او مغذي مواد لري او د کورنیو په روغتیا په ځانګړي ډول د ماشومانو د خوارځواکۍ په مخنیوی کې رغنده رول لري.