ولي په واده کې فرهنګي یوشان والی او برابروالی مهم دی؟

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
له شک پرته واده د هر انسان په ژوند کي له خورا لویو او مهمو پېښو څخه دئ او د واده بریالیتوب یا ماتې پکښي ټاکونکی او سرنوشت سازه رول لري. واده او ګډ ژوند هاله مثمر، ګټور او پایداره وي چي پکښي دوه طرفه روحیات، غریزې او طرز تفکرات ئې یو و بل ته سره نژدې وي. ګنې نو، د یوځای والي او وحدت رسۍ ئې کمزورې کېږي او بالاخره شلېږي. فرهنګ یعنی چشي؟ فرهنګ یعني باید او نباید چي موږ ته وايي چشي سم او چشي ناسم دي. فرهنګ د يوه قوم او يوه ملت د آدابو او رسومو، عنعناتو، اخلاقیاتو، مراسمو او… مجموعه ده. څنګه چي فرهنګونه یو له بله متفاوت دي، همداسې باید او نباید هم فرق کوي. حتی ځیني وختونه د یوه نباید، د بل طرف باید وي.
په پرمختللو او مخ پر وده هيوادونو لکه ایران کي – د یو لړ تحقیقاتو له مخي په فرهنګي زمینو کي تفاوتونه په طلاقونو کي له خورا مهمو او زمینه سازو عواملو څخه دي. د مېړه او ماینې فردي او ټولنیز ارزښتونه، آداب او رسوم، رفتار او سلوک او حتی د کالو اغوستلو او ډوډۍ خوړلو آداب کولای سي چي د دوئ دوو ترمنځ  د لا زیاتي همدلۍ له پاره زمینه مساعده کړي. دا موضوع زموږ په ټولنه کي هم ځکه صدق کوي چي له خورا بېلابېلو فرهنګونو (پښتون، تاجک، ازبک، هزاره، ترکمن، پشه يي، او…) څخه تشکیله ده. نو د واده کولو پر مهال دغه اصل ته توجه کول خپل خاص اهمیت لري او لکه چي و مو لیدل په دغه برخه کي تفاوتونه د اختلافاتو له پاره زمینه مساعدوي.
د مېړه او ماینې ترمنځ فرهنګي تفاوتونه په دوو سطحو کي زیان رسوونکي دي.

  • د مېړه او ماینې د کورنیو ترمنځ فرهنګي تفاتونه

لومړی د مېړه او ماینې د کورنیو ترمنځ د تفاوتونو سطحه ده. دا يوه له هغو موضوعاتو څخه ده چي د اختلافاتو او سوء تفاهمونو منبع ګرځي او تر ډېره د مشترکو مراسمو نیولو پر مهال د نظر په اختلاف، د جوړو اجتماعي برخورد او د کورنۍ د ښکاره و پټو اصولو په رعایتولو کي ځان را ښکاره کوي. دا موضوع هیڅکله هم قناعت بخشه نه وي او ځیني وختونه د عمر تر پایه د مېړه او ماینې، د دوو کورنیو ترمنځ او همدارنګه د دوئ په خپله اړیکه کي د تفاوتونو د پیکه کولو یوه غوښتنه وي.

  • دوهمه سطحه د مېړه او ماینې ترمنځ

د فرهنګي تفاوتونو دوهمه سطحه کېدای سي د مېړه او ماینې ترمنځ وي. رښتیا دا دي، چي په دوهمه سطحه کي مشکلات د کورنۍ د تفاوتونو د سطحي په نسبت ډېر ژور دي او کولای سي چي کورنۍ سره پاشي پاشي کړي. د واده او ګډ ژوند متخصصین باور لري چي په حقیقت کي د کورنیو فرهنګي تفاوتونه په هغه صورت کي چي مېړه او ماینه یو له بل سره خوشحاله وي او له فرهنګي اړخه یو له بل سره یوشان وي، کولای سي د کورنیو ترمنځ د مشکلاتو په وړاندي مهارتونه زده کړي، خو که فرهنګي تفاوت خپله د دوئ دوو (مېړه او ماینې) ترمنځ وي موضوع به ډېری وختونه بې پایلي وي؛ ځکه چي دواړه طرفونه باور لري چي مشکل د مقابل طرف دئ او مقابل طرف باید تغیر وکړي.
باید ووایو چي فرهنګ په یوازي ځان سره نه سي کولای چي د طبقاتو د سطحي په اختلاف کي دي اغېز وښندي او هم نه سو کولای چي په قاطعیت سره ووایو چي د مختلفو فرهنګونو کسان نه سي کولای چي یو له بل سره واده وکړي، خو له شک پرته فرهنګي تفاوت کولای سي چي په یوه کامیابه ګډ ژوند کي خورا مهم نقش او رول ولري.
په همدې خاطر نجلۍ او هلک باید کوښښ وکړي چي کورنۍ ئې له ټولو اړخونو په خاصه بیا له فرهنګي اړخه یوه له بلي سره تناسب او یوشان والی ولري، څو لا ښه وکولای سي چي یو او بل درک کړي.