د ژوند شل درسونه؛ شل کتابه خبرې

سپینه تجريدي ډیزاین

لیکوال: رایس جیک، هڅوونکی ویناوال او د شخصي ودې مشاور
د شریف شاهین ژباړه
ژوند کول هنر دی او دا هنر زده کیږي. موږ تاسې ته په دې لیکنه کې د ژوند هغه شل درسونه راټول کړي، چې لیکوال يې وايي، کاش څو کاله مخکې پرې خبر وی.
که تاسې په خپل ژوند کې دا څیزونه کسب کړي وي، نو بختور او بریالي یاست. که مو تر اوسه ورته پام نه وي کړی، سر له ننه ورته پام وکړئ.
۱ـ هره ورځ یو نوی څیز زده کړئ.
که هره ورځ یو کوچنی شی هم نوی زده کړۍ، نو تاسې به په کال کې ۳۶۵ نوي څیزونه زده کړي وي. دا په دې مانا چې تاسې به د خپل هدف او لیدلوري په لور ۳۶۵ قدمه نږدې شوي وۍ. زده کړه هره ورځ کیږي او هیڅلکه نه ودریږي. کوښښ وکړئ، څه چې نوي زده کوۍ، په خپل ورځني ژوند کې يې عملي کړئ.
۲ـ حالت او خلک ډیر ژر بدلیږي؛ اماده اوسئ.
وخت د خلکو اصلي څیرې بدلوي. ځینې خلک ژر بدلیږي او کله ځینې حالت هم لنډ مهالي وي. په هر حالت کې او د هر چا په وړاندې اماده اوسئ. تل په خپلو پښو د ودریدو باور ولرئ او په هیڅ چا تکیه مه کوئ. هیڅ حالت او هیڅوک تلپاتې نه دی.
۳ـ د ذهني سلامتیا خیال وساتئ.
هیڅکله هم خپل ذهن ته عذاب مه ورکوئ. که هره نادوده درسره کیږي، یواځې ذده کړه ترې وکړئ. اندیښنې، خلوتګري، او ځان ته عذاب ورکول يې حل لاره نه ده. په ځای يې د خپلو خواخوږو ملګرو او خپلوانو سره خبرې وکړئ او خپل پام مو بدل کړئ. که مسله جدي شوه، ډاکتر ته مراجعه وکړئ او مشوره ترې واخلئ.
۴ـ د خپلې کورنۍ لپاره وخت بیل کړئ.
د خپلې کورنۍ (ورونو، خویندو، مور و پلار، میرمن … ) سره یوځای وخت تیرول ژوند رنګینوي. دوې سره ناسته د ژوند اصلي مانا زیږوي. په دې برخه کې لټي مه کوئ او له دوستانو سره تر ناوخته په بنډارونو ګرځيدل او یا هم په دفتر کې تر ډیر ناوخته کار کول، ستاسې کورنی ژوند پيکه کوي.
۵ـ ژوند اسانه واخلئ.
د خپلې هرې وړې او لويې تیروتنې له امله په ځان ډیر فشار مه راوړئ. پریږدئ، چې درته سبق شي. ځان ته بښنه وکړئ او هم مهاله يې زده کړئ، چې بیا داسې احمقانه تیروتنه ونه کړئ.
۶ـ ژوند له دې، چې تاسې يې کوئ، نور هم ډیر څه لري.
ژوند یواځې دا نه دی، چې تاسې يې تجربه کوئ. ژوند په خپل ذات کې ډیر څه لري. که تاسې د خپل نارمل او ورځني کار وراخوا په یوه بله دریڅه کې وګورئ، ډير نوي شیان به تجربه کړئ.
۷ـ ورځنی پلان ولرئ.
کله چې سهار له خوبه پاڅیدئ، خپل ورځنی پلان په لوړ غږ ځان ته ولولئ او تر ټولو له مهم کاره يې پیل کړئ.
۸ـ ياداښت ونیسئ.
له ځان سره قلم او کتابچه ساتئ. کله مو، چې په ذهن کې کومه مهمه خبره اوړي راوړي، او یا هم یو څه هم له کوم چا اورۍ او یا يې چیرته لولۍ، ويې لیکئ. دا چاره به تاسې نوښتګر کړي او په اوږده مهال کې به کامیاب ژوند ولرئ.
۹ـ ریښتیني اوسئ.
د ځان او نورو سره ریښتینولي اړیکې او باور غښتلی کوي او په ځان ستاسې باور لوړوي. دا کار که څه هم په لومړي سر کې سخت ښکاري، خو وروسته اسانیږي او ګټه يې ډیره ده.
۱۰ـ سفرونه وکړئ.
څومره مو چې په وس او توان وي، هومره ډير او لرې سفرونه وکړئ. سفرونه د نړۍ په اړه ستاسې معلومات زیاتوي او ستاسې ذهن پراخوي. ډير شیان چې په سفر کې زده کیږي، په ډيرو کتابونو کې نشته.
۱۱ـ پرته له تمې د نورو لاس نیوی وکړئ.
که غواړئ له ژونده خوند واخلئ او په ټولنه کې نیک نام شئ، پرته له کوم احسان او تمې د نورو سره کومک وکړئ. داسې کومک، چې په بدل کې يې د هیڅ تمه ونه لرئ.
۱۲ـ خپلې نیکمرغۍ وشمیرئ.
کله هم چې د خپل تیر وخت په اړه فکر کوئ، همیشه خپلې لاس ته راوړنې، که څه هم ډيرې کوچنۍ وي، له نظره تیرې کړئ او ورته خوشاله شئ. د ورځې په وزګار وخت کې دا کار ستاسې لپاره یو بهترین مصروفیت دی.
۱۳ـ وخت مه ضایع کوئ.
د ناسمو خلکو او ناسمو کارونو لپاره خپل قیمتي وخت مه ضایع کوئ. ډیر خلک ډیر وخت په دې ضایع کوي، چې څنګه په خلکو ځان ومني او څنګه د هغوې د پام وړ وګرځي. دا کار د وخت ضایع ده. خپل کارونه په خپل وخت وکړئ او په کیسه کې يې مه اوسئ، چې خلک ستا په صفت ګویا شوه او یا نه.
۱۴ـ مسؤلیت مننونکي اوسئ.
ستاسې په ژوند کې چې هر څه پيښږي، لامل يې تاسې يۍ. ډیر کله تاسې یو کار کوۍ، چې باید نه مو وای کړای؛ ډير کله تاسې یو کار نه کوئ، چې باید کړای مو وای. په دواړو حالتونو کې تاسې مسؤل يۍ. له مسؤلیته مه تښتئ. مسؤلیت ومنئ او د بدلون لپاره مټې بډ وهئ. نورې بهانې مه لټوئ.
۱۵ـ استراحت غوښتوونکي مه اوسئ.
پرمختګ په سخت کار کې پټ دی. که تاسې له خپلې نرمې بسترې او راحت زون څه را ونه وځۍ، پرمختګ نشۍ کولای. د خپل پرمختګ سرحدات مو پراخ کړئ او ورځ تر بلې ډير کار وکړئ، چې ډير مخکې لاړ شئ.
۱۶ـ حوصله وکړئ.
حالات او شیان ډير ژر بدلیدونکي دي. که ته د شیانو د بدلون پر مهال حوصله ونه کړې، تاوان به وکړئ. حوصله د شخصيت لوړونې او پرمختګ مهم اصل دی.
۱۷ـ وغږیږئ.
د خپلو احساساتو څرکندونه وکړئ. کله چې د کوم څه یا چا په اړه کوم احساس لرۍ، بیان يې کړئ. کله چې د کومې موضوع په اړه نظر لرۍ، څرګند يې کړئ. که تاسې ونه غږیږئ، نو بیا ګیله ونه وکړئ، چې ګنې ستا خبرې به کوم بل څوک وکړي.
۱۸ـ د نویو کارونو له پیلولو مه ویریږئ.
نوي کارونه او نوي شیان تجربه کړئ. پایلې يې وروسته معلومیږي. شاید ډیر څه تر لاسه نه کړئ، خو داسې هم نه ده، چې تاسې هر څه بایلۍ. تاسې په حقیقت کې د نويو کارونو د تجربه کولو درس اخلئ او جرائت يې پیدا کوئ.
۱۹ـ په ځان باور ولرئ.
د ژوند د پورته ذکر شویو درسونو د عملي کولو لپاره هم په ځان باور اړین دي. که تاسې په ځان باور ونه لرۍ، ډیر څه به مو له لاسه ووځي. تاسې وړتیا لرۍ، او تاسې يې کولای شئ.
۲۰ـ د ژوند له هرې وړې شیبې خوند واخلئ.
سمه ده، چې د ژوند ځینې شیبې دردوونکې او غمجنې وي؛ خو که د خوښۍ وړه موقع هم په ګوتو درغله، خوند ترې واخلئ. ژوند یواځې منډه او کار نه دی. د خوښۍ دا وړې شیبې هم د ژوند برخه ده او په پوره ډول ترې مزه واخلئ.