ژباړه: محمد عزيز پردېس
زه تل خوشحاله يم، پوهېږئ چې ولې؟
ځکه چې له هېڅ چا څخه د څه تمه نه لرم
تمې او انتظارت تل زيان اړونکي دي
ژوند لنډ دی….
خوښ واوسه او تل پر شونډو موسکا ولره…
يوازې خپل ځان لپاره ژوند وکړه
مخکې له دې چې خبرې وکړې، غوږ ونيسه
مخکې له دې چې ليکل وکړې، فکر وکړه
مخکې له دې چې خرڅ وکړې، عايد ولره
مخکې له دې چې دعا وکړې، بښنه وکړه
مخکې له دې چې زيان ورسوې، احساس وکړه
مخکې له کرکې څخه، مينه وکړه
دا ژوند دی…
احساس وکړه، ژوند وکړه او خوند واخله.
خدايه!
کله ناکله مې له یاده وځي، هغه څيزونه چې نن يې لرم، د څو کالو وړاندې د دعا ځواب مې دی.
کله ناکله مې له ياده وځي بنده يم او زما په خير ته خپله ښه پوهېږې.
کله ناکله هم ښايي په يوه کونج کې کښېنم او د زړه له خلاصه وژاړم او ووايم:
خدايه! هغه ګناه مې اوبښه چې زما د دعا د نه قبلېدو سبب ګرځي.
ومې بښه د هغو شېبو لپاره چې ستا حضور مې نه دی احساس کړی او ناهيلی وم. ومې بښه چې ټولو ته مې غږ وکړ او هره دروازه مې وټکوله خو ستا نوم مې وانخېست او ستا دربار ته مې لاس پورته نکړ.
ومې بښه د ټولو هغو شېبو لپاره چې زما لپاره منتظر وې او زه نه وم.
ومې بښه د ټولو هغو ګيلو لپاره چې کړې مې دي چې کله ناکله د خپل حکمت له وجې دې څه نه دي راکړي او د خپل رحمت له وجې دې څه راکړي دي خو شکر مې نه دی ادا کړی.
او په ټوله کې پر تا توکل کوم
څه ښه دې ويلي دي:
آيا الله د بنده لپاره کافي نه دی؟
مثبت فکر يانې څه؟
مثبت فکر کول يانې: باور ولرئ چې هره ستونزه هوارېدونکې او حلېدونکې ده.
باور ولرئ چې، ستاسو موخې ته رسېدل يوازې، ستاسو عزم او ارادې ته اړتيا لري.
باور ولرئ، که خپلې موخې ته ونه رسېدئ، نو نړۍ هم پای ته نه ده رسېدلې.
باور ولرئ چې، انسانان ستاسو د ځورولو هوډ نه لري، بلکې هغوی خپلې ستونزې لري.
او له ټولو څخه مهمه دا چې: باور ولرئ، چې هرڅه د الله تعالی په لاس واک کې دي.
له نن څځه هڅه وکړئ چې، مثبت واوسئ. مثبت فکره شخص شئ، خو واقع بينه.