لیکنه: عبدالوهاب مومند
هر انسان چې په دې دنیا کې سترګې وغوړوي، لږ لوی شي، لومړۍ پوښتنه چې خپل ځانه نه پوښتي دا ده، چې ولې دنیا ته راغلم؟ ددې دنیا تقاضا څه ده؟ آیا دا ژوند ابدي ده او که وفا نه لري؟ ددغه پوښتنو په ځواب کې ویلی شو چې ژوند یوه لنډ مهاله ازموینه ده، زموږ خالق واحد لا شریک ذات دی او ددې دنیا تقاضا یوه داسې ازموینه ده چې د اخروي ژوند مستقیم او غیر مستقیمې لارې موږ ته په ډاګه کوي، چې ټاکل یې موږ اړوندېږي او د خپل د خالق عبادت او د هغه د رسول پیروي په مرسته دا دنیا د اخروي دنیا لپاره یوه ډالۍ ګڼل کېږي نو ځکه دا دنیا وفا نه لري او دې دنیا ته د فاني نړۍ لقب ورکړل شوی دی. عبدالرحمان مومند وایي:
ښه ده ښه ده دا دنیا
چې توښه ده د عقبا
عبدالرحمان بابا دا دنیا ښه ګڼي خو په هغه صورت چې ښه عمل په کې ترسره شي، ژوند په واقعي مانا تېر کړو او په عبادت، رښتونولي او د سپېڅلي مسلمانا په توګه دا دنیا د اخرت لپاره یوه توښه ګڼل کېږي او که په خرابې لارې باندې دا ژوند استعمال شي نو دا دنیا توښه نه، بلکې یوه غټه لمبه ګرځي. ښاغلی سید رسول رسا دا دنیا د چیندرو لوبو سره تشبیه کوي او په شعر کې داسې وایي:
د چیندرو په کور کو کې الګوډی دی
ژوند په هر قدم کور ګی دی ډېر په خیال ځه
که دې پښه په کرښه کېښوه لاړې وسوې
دغه دوه سترګې څلور کړه په کمال ځه
«چیندرو یا چینتری یوه لوبه ده، چې ماشومان نجونې او هلکان یې پخپل منځ کې د ساعت تېرۍ په خاطر کوي، دوی څو خانې د مستطیل په ډول داسې جوړوي چې د هرې خانې ترمنځ فاصله ډېره کمه وي، په ځانګړي توګه یوه خانه پکې دومره کوچنۍ وي که لږه بې احتیاطي ورسره وشي، نو پښه یې په کرښه باندې لګېږي او لوبغاړی لوبه بایلي.
شاعر وایي چې ژوند له ستونزو او خطرونو څخه ډک دی، نفس شیطان قدم په قدم باندې سړی تېر باسي، که د شرعي د حدود کرښې نه دې بهر قدم کېښود، نو لاړ ټول ژوند دې تباه شو. په دې دنیا کې باید دا خپلې سترګې د دوو پر ځای څلور کړې، هر شي ته فکر کوه یو یو قدم ډېر په احتیاط کېږده، چې نفس شیطان دې خطاء نه کړي.» بیان(۲۷۷ ـ ۲۷۸مخ)
هر انسان دا باید خپل ځان سره تحلیل او وڅېړي چې ژوند یوه ازموینه ده او داسې یوه لاره ده چې تګ لري او بېرته راتګ نه لري نو باید خپل ژوند په سمه لاره استفاده کړو، د ژوند په مدیریت، د وخت په مدیریت، د ځواني په ارزښت باندې پوه شو او خپل ټاکلي موخې ته کلکه ملا وتړو او پر مستقیم لور باندې روان شو، ګنې بیا پښېماني کومه ګټه نه رسوي.