ليکنه: محمد عزيز پردېس
نړۍ له معمولي کسانو څخه ډکه ده او هر انسان د مشخص برخليک سره دې نړۍ سترګې غړوي. هر انسان يوه دنده لري چې بايد ترسره يې کړي، هغه پيغام چې بايد نورو ته ورسوي او هغه کار چې بايد بشپړ يې کړي.
ای انسانه! ته دلته ناڅاپه او تصادفي نه يې راغلی، بلکې د يو ځانګړي هدف او موخې لپاره راغلی يې. ستا په وجود کې يو څه شته، ځان ته دې په کمه سترګه مه ګوره او خپله طرحه کړې برنامه دې بشپړه کړه. ته د يو چا هيله او ارمان يې، يو څوک شته چې ستا انتظار کوي.
هو! خپل ځان ته دې ارزښت ورکړه او په خپلو ټولو هغه څه شکر وکړه چې لرې يې.
د نورو په لارو ګامونه مه اخله او ټول تمرکز دې په خپله لاره وکړه.
تېر هېر، په نن تمرکز، د سبا لپاره برنامه جوړه کړه او هيله من واوسه.
له ماتې مه وېرېږه، ځکه همدا ماتې او ستونزې ستا تجربې ډېروي او غښتلی کوي دې.
هر هغه څوک چې ستا په اړه څه وايي، يوازې د هغه نظر دی او بس؛ ته هغه څه يې چې څه ډول الله تعالی خلق کړی يې او څنګه چې خپله فکر کوې.
ستا فکر، کړه وړه او چلند؛ د نورو سره اړيکو څرنګوالی جوړوي.
فکر، کړه وړه او چلند دې منظم او کنټرول کړه چې په ژوند برلاسی شې.
موخې وټاکه او ورو ورو يې عملي کړه، بې موخې ژوند د دې مثال په څېر دی چې يو څوک دې په يو خطرناک سمندر کې بې هدفه روان وي.
او د پای خبره ده دا چې: ژوند لنډ، خو په زړه پورې دی! له ژونده خوند واخله او نېک اعمال خپل عادت وګرځوه.