لیکنه: محمدصابر حمیدي
د لبنان هېواد لومړي وزیر په رسمي توګه تایید کړه، چې د هېواد ټولې کابینې یې استعفا ورکړې.
د دې هېواد لومړي وزیر حسن دیاب د دوشنبې پر ورځ د لبنان هېواد ټولې کابینې د استعفا ورکولو خبر ورکړ.
حسن دیاب د لبنان هیواد خلکو ته په خبرو کې وویل:
“موږ غواړو د خپل هېواد د ساتلو لپاره لارې پرانیزو، زه نن د ټولې کابینې د استعفا اعلان کوم.”
هغه خپل پخوانی حکومت له تېروتنو ډک وباله او زیاته یې کړه، چې د مسوولیتونو په سرته رسولو کې پاته راغلی وو.
د هغه په خبره:
“د بیروت پېښه د فساد له امله رامنځته شوه، موږ هڅه کړې او یو غوره ټیم مو جوړ کړی و، خو د یوې لویې فاجعې سره مخ شوو، ما مخکې ویلي وو، چې په ټولو دولتې سیسټمونو کې فساد شته اما دا ماته څرګنده شوه، چې فسادي سیسټم له یوه دولت څخه ډېر لوړ دی.”
د لبنان هېواد کابینې وروسته له هغه استعفا ورکړې، چې خلکو یې ورڅخه د استعفا ورکولو غوښتنه کړې وه.
د لبنان هېواد خلک له تېرې جمعې راهیسې لاریونونه کوي او ځینې یې په تاوتریخوالي هم اوښتي.
باید وویل شي چې یادې چاودنې چې د تېرې سه شنبې پر ورځ وشوه، لنبان ویې ولړزاوه، تر ۱۳۵ ډېر کسان یې وژلي او ۵ زره نور یې بیا ټپیان کړي هم دي.
د لبنان چارواکو ویلي چې په لویه کچه مالي زیانونه هم اوښتي.
ویل شوي دا چاودنه د یو ډول چاودېدونکو توکو د چاودولو له امله شوې ده.