د لمر وړانګې د وینې فشار ټیټوي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
  • ژباړه: نسیمه محمدي

د لمر د وړانګو پر وړاندې د وخت تېرول د وینې فشار له ټيټېدلو سره اړیکه لري.
په یوې نوې څېړنې کې چې ۳۴۲ زره ناروغان د دوو کالو لپاره وڅېړل شول، د وګړو د وینې فشار د بهرنۍ هوا او ماوراء بنفش وړانګو (UV) په وړاندې اوسېدل د سېستولیک (د فشار ویلو پر وخت لومړی عدد) د تودوخې پرته مربوط دی.
د سکاټلند د ادینبرګ پوهنتون د څېړونکې ډلې سرپرست، ریچارد ولر، په دې اړه وویل: “پوهېږو چې د موسم بدلېدل د وینې په فشار تاثیر لري او د بدلون لامل کېږي او د زیاتې تودوخې او وېټامین D فکټورونه یې د لمر وړانګو سره مرتبط وبلل.”
نوموړي وړاندې وویل: “مګر د فشار په ټيټدلو د وېټامین D اغېز په اړه څېړنې په پرله‌پسې ډول نابریالۍ وې. اوس زمونږ موندنې څرګندوي، تودوخه هم په فشار اغېز ښندي، خو یوازې د (UV) وړانګو دلیل دی، چې د وینې فشار د موسم په بدلېدلو سره تغیر مومي.”
د څېړونکو په باور د لمر وړانګو تاتیر په تور پوستو کې د سپین پوستو په پرتله ډېر زیات دی.
خو څېړونکي تاکید کوي د لمر وړانګو سره تر مخامخ کېدو وړاندې د لمر ضد کریم وکاروئ، ځکه د (UV) وړانګې د پوستکي سرطان په ناروغۍ کې ونډه لري.
د آمریکا د درماتولوژۍ ادارې د اعلان سره سم، د ورځې د ۱۰ بیا د غرمې تر ۱۲ بجو پورې د لمر له مستقیمو وړانګو ځان وساتئ او حتماً د لمر ضد SPE 30 یا له دې لوړو فیصدي ګټه واخلئ.