ژباړه: محمد عزیز پردېس
هغو کسانو چې ټولنې ته یې ترټولو لوړ خدمت کړی، هغه ليکوالان او څېړونکي دي چې په انزوا کې يې ژوند کړی، هېڅکله يې د پوهنتونو په بحثونو کې ګډون نه دی کړی او تل يې حقايق پرته له کوم سانسور څخه خلکو ته رسولي دي.
ولتر
که مور نه وي، د انسان جسم نه جوړېږي او که کتاب نه وي د انسان روح وده نه کوي.
پلوتارخ
د يوه هېواد د پرمختګ لومړنۍ قوه ښوونځی دی.
بېسمارک
ستا د زده کړې ترلاسه کړې کچه هغه څه نه ده چې ته پرې پوهېږې، بلکې هغه ده چې څنګه خپله پوهه له نورو سره شريکه کړې.
کنت نربرن
د يوه ملت اصلي هيله د هغوی د ځوانانو پوهې او زده کړې پورې تړاو لري.
اراسموس
که يو څوک زده کړې او پوهې ته په ټيټه سترګه وګوري، نو د عمر تر پايه به له دې اړخه رنځ وړي.
ارسطو
د انسان په طبعيت کې هېڅ داسې کمزوري او انحراف نشته چې په تعليم او زده کړې سره دې اصلاح نشي.
فرانسس بېکن
رښتينې زده کړه بايد له يوه شخص څخه داسې پايله منځ ته راولي چې د زده کړې او پوهې دوام ته هوډ ولري.
ازرا پاوند
د يوه ملت ترټولو غوره قوت د هغوی ښوونه او روزنه او اخلاق دی.
ګوستاولوبون
که خلک زده کړې ته مخه ونکړي، نو په اسانۍ سره کیدای شي څوک چل ورکړي.
پله