رهبري څه ته وایي؛ د نړۍ د ۳۳ پیاوړو مدیرانو له نظر د رهبرۍ پیژندنه

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ژباړه: عطا محمد میاخېل
د وبسټر د لغتونو قاموس، رهبري دا ډول تعریف کړې ده: ( نورو کسانو ته د لارښوونې ځواک او وړتیا لرل )، خو ډېری کسان رهبري له دې تعریف څخه یو لوړ څیز ګڼي. له هر چا څخه، چې وپوښتئ، چې رهبر اوسېدل، څه مانا، نو په احتمالي توګه هر ځل په فرد پورې منحصر ځواب تر لاسه کوئ؛ ځکه د رهبري په اړه هر کس خپل نظر لري او دغه راز هر رهبر د خپلې تګلارې په مرسته، خپل ټیم ته لارښوونه کوي. ځینې کسان داسې فکر کوي، چې رهبري د یوې ځانګړې دندې د بشپړولو لپاره نورو کسانو ته د لارښوونې په مانا ده او ځیني نور په دې باور دي، چې رهبري یانې د ټیم غړو ته انګېزه ورکول، ترڅو له ځانه ښې او غوره کړنې ښکاره کړي. که څه هم د رهبرۍ په تړاو بېلابېل تعریفونه شتون لري، خو ټول نظرونه مشترک ټکی لري: رهبران هغه کسان دي، چې پوهېږي، څنګه موخو ته ورسېږي او څنګه په دې تګلوري کې افراد وهڅوي. په دې مقاله کې د کار و بار له خاوندانو، مدیرانو، کار پوهانو او متخصیصینو څخه پوښتنه شوې ده، چې د دوی له نظره رهبري څه ده او په ځواب کې د رهبرۍ ۳۳ بېلابېل تعریفونه وړاندې شوې دي:
د Activate Your Talent  بنسټ ایښودونکی کیټي کریسټي (Katie Christy) وایي:
رهبري نه یوازې د دنننیو استعدادونو د درک او پېژندنې وړتیا ده، بلکې د یوه ماموریت د بشپړولو لپاره د ټیم له اغېزمنو ټکو څخه ګټه اخیستنه هم بلل کېږي.
د Talk Fusion مؤسس او عامل مدیر باب رینا (Bob Reina) وایي:
رهبري یانې لوی زړه لرل او تل د نورو په اړه له فکر کولو او دغه راز له هغوی سره د مرسته کولو له کبله خوښي او رضایت څرګندول.
د Neon Bandits بنسټ ایښودونکی سمي کوهن (Sammy Cohen) وایي:
زما لپاره رهبري یانې له پیاوړو ټکو څخه ګټه اخیستنه او کمزور ټکو ته د شونې اغېزمنې او کارنده تګلارې په مرسته پام کول. یانې ځان او ټیم مو وپېژنئ او د دواړو د بریا لپاره تر ټولو غوره کار ترسره کړئ.
د Walker Publicity Consulting  څښتن اندریا واکر لیدي(Andrea Walker-Leidy) وایي:
رهبري یانې د یوې ستونزې د لیدلو وړتیا او هغې ستونزې ته د حل لاره پیدا کول. ډېری کسان دې ته چمتو دي، چې د ستونزو په اړه خبرې او همغږي وکړي، خو ډېر کم کسان د ستونزې یا ننګونې له لیدلو وروسته د حل لاره پیدا کولای شي. یوازې یو رهبر یوې  ستونزې ته د یوې ننګونې په سترګه ګوري او غواړي، چې حل یې کړي، نو له همدې کبله افراد غواړي، چې ترې پیروي وکړي او رښتینی رهبر ډېر زیات پیروان لري.
د Tru-Colour Bandages د اړیکو مدیر متیو ادامز (Matthew Adams) وایي:
رهبري کارمندانو ته د لومړیتوب ورکولو لپاره د تواضع لرل دي، ترڅو شرکت وده وکړای شي. رهبران باید خپلو کارمندانو ته وخت ورکړي او په دې باندې ځان ډاډه کړي، چې هغوی په کاري چاپېریال کې د هوساینې او آرامتیا احساس کوي. دا اقدام د شرکت اغېزمنتوب او ګټور توب لوړوي.  
د Diversified Funding مؤسس او رییس مارک لېتل (Mark Little) وایي:
رهبر هغه څوک دی، چې د خپل ځان په بېلګه اوسېدو سره ټیم ته لارښوونه کوي او د سم کار د ترسره کولو وړتیا لري، حتا کله چې دا کار د نورو د منلو وړ نه دی. یو ښه رهبر په نورو باندې مثبته اغېزه ښندي، هڅوي یې، ترڅو غوره افراد واوسي او په ژوند کې د نورو لپاره په بېلګه بدل شي.
د BNB Shield رییس جوردن فرېنج (Jordan French) وایي:
رهبري هغو کسانو ته خدمت کول دي، کوم چې ستاسو لپاره کار کوي، هغه هم هغوی ته د هغو وسایلو په واک کې ورکول، چې د بریا لپاره ورته اړتیا لري. ستاسو کارکوونکي باید په مخامخ  کتو، په ډېرې لېوالتیا سره پېرېدونکو ( مشتریانو ) ته په تمه وي، نه دا چې لید یې شاته وي او ستاسو له لوري مرستې ته په تمه وي. رهبري یانې د هغه څه ستاینه، چې ښه پرمخ ځي او د پرته له ځنده او دغه راز د ژر مسؤولیت منلو له لارې لارښوونه، کله چې کوم څه ښه پرمخ نه ځي.  
د Delighted By بنسټ ایښودونکی مکنزي مرزلوف (Makenzie Marzluff) وایي:
رهبري یانې د بیان وړتیا او له کوم عذر پرته د سوداګریز لر لید څارل دي. رهبري له موندنو څخه په ګټه اخیستنې د ملتیا لپاره، ځانته د لارښوونې او د خپل ټیم له هڅونې څخه عبارت ده. رهبري یانې خپل دننني غږ ته غوږ نیول، حتا کله چې شته وضعیت وېرونکی او ننګونکی تر سترګو کېږي.
د Readers.com بنسټ ایښودونکی او عامل مدیر رنډي ستاکلین (Randy Stocklin) وایي:
رهبري یانې له خلکو سره د مرستې کولو وړتیا، هغو څیزونو ته د رسېدو لپاره، چې فکر کوي ناشوني دي. رهبران د خلکو د ودې او پرمختګ لپاره زغم لرونکي روزونکي دي، نه رول لوبوونکي، د هغوی خوښي او رضایت د نورو له لارې موخو ته په رسېدو سره تر لاسه کېږي. رهبران افرادو ته د یوه ګډ لر لید او د هغه چاپېریال د رامنځته کولو له لارې، چې پکې د ارزښتمن اوسېدو او رضایت احساس وکړي، انګېزه ورکوي.  
د REAL Thought Leaders مؤسس مینډي ګیبینز ـــ کلین (Mindy Gibbins-Klein) وایي:
رهبري یانې د یوه لر لید لرل او له نورو سره یې شریکول او له خپل لرلید څخه د ملاتړ لپاره د هغوی هڅول، تر هغه وخته، چې د ځان لپاره لرلید جوړ کړي.
د Snuggwugg عامل مدیر لیزا کس هانسن (Lisa Cash Hanson) وایي:
رهبري یانې نورو ته د لارښوونې وړتیا، یوه تګلوري او یا هم یوه ځانګړي تصمیم ته د هغوی له اړ کولو پرته، داسې، چې په هغوی کې د ځواک او بریا احساس ساتي.
د Total Engagement Consulting by Kimer رییس سټن کېمر (Stan Kimer) وایي:
اغېزمنه رهبري یانې د یوه ټیم لپاره د لر لید او انګېزې برابرول، ترڅو یوې موخې ته د رسېدو لپاره په ګډه کار وکړي او وروسته د هر فرد په وړتیاوو، استعدادونو او عادتونو باندې پوهېدل او یوې ګډې موخې ته د رسېدو په لاره کې د غوره کړنو د ترسره کولو لپاره، له هغوی څخه د هر یوه هڅول.
په The Daphne Mallory Company کې د کورني کار و بار متخصص دفني مالوري (Daphne Mallory) وایي:
رهبري یانې نورو ته د خدمت کولو هنر، په ښوونې سره د هغوی د سمبالولو له لارې، د وخت تر څنګ، وسیلې او افراد، ستاسو خپله انرژي او احساسي هوښیارتیا ده، ترڅو وکولای شي، پوه شي، چې هم له شخصي او هم له مسلکي پلوه د بشپړې وړتیا لرونکي دي.
د Heasley & Partners بنسټ ایښودونکی او رییس کتي هیسلي (Kathy Heasley) وایي:
رهبري یانې د لرلید او تواضع د لرلو لپاره کافي ځیرکتیا او دغه راز د دې تشخصیول، چې دې لرلید ته د رسېدو لپاره د افرادو هڅې او کوښښ ته اړتیا ده؛ هغه فراد کله چې یوازې د کار کولو پرځای، خپل استعدادونه او وړتیاوې شریکوي، ترټولو ډېر د خوښۍ او رضایت احساس لري. رهبران داسې یو فرهنګ را منځته کوي او د ټولو ګټو ته د خدمت په حال کې دي او اجازه ورکوي، چې نور بلند پروازي وکړي.
د Hoo-Kong by Alexis Davis  بنسټ ایښودونکي او طرحه کوونکی الکسېس دېویس (Alexis Davis) وایي:
زما په اند یو رهبر هغه څوک دی، چې د یوه کاروبار په کورنیو او بهرنیو چارو باندې پوهېږي، نو کولای شي، له خپلو پیروانو سره د زړه خواله وکړي. پر مثبتو اغېزو سره بېره، چې یو رهبر یې په خپلو د لارښوونې وړ افرادو باندې یې لري، رهبري یانې د لهجې کنټرول، انګېزه ورکول، الهام بښل، ستر فکر کول او هېڅکله له هڅو څخه لاس نه اخیستل، حتا کله چې نور غواړي له دې هرڅه څخه ډډه وکړي.
د Interactive Marketing & Communication  څښتن جوډي کروکټ (Judy Crockett) وایي:
رښتینی رهبر هغه څوک دی، چې د هغه چار چوکاټ له را منځته کېدو څخه، چې نور له خپلو مهارتونو او نظریو څخه د ګټه اخیستنې لپاره هڅوي ډاډمن دی او په آزاده توګه د شرکت په ټولو پروژو کې ګډون کوي.
د Garfield Group رییس لري ګر فیلډ (Larry Garfield) وایي:
( زما په تجربه کې )، رهبري یانې درې څیزونه: غوږ نیول، هڅول او ځواک بښل. د ډېرو کلونو په لړ کې مې هڅه وکړه، چې زده کړم، په ښه غوږ نیولو سره، په غوره توګه کار وکړم او په دې باندې ډاډمن شم، چې واقعاً د مقابل لوري لیدلوری درک کوم او له دې اعتماد او همکارۍ څخه د هڅولو او ځواک بښلو لپاره ګټه واخلم. رهبري یانې لوړې تمې لرل او د ښه او فوق العاده کار د ترسره کولو لپاره، د  وخت او سرچینو برابرول.
د Redbooth عامل مدیر ډان شونباوم (Dan Schoenbaum) وایي:
زه رهبري دا ډول تعریفوم: په دې باندې پوهېدل، چې څه وخت یو رهبر خپل ټیم ته د تګلوري په اوږدو کې لارښوونه وکړي او څه وخت باید شاته ګام واخلي او اجازه ورکوي، ترڅو نور د لارښوونې چاره ترسره کړي. د ورزشکار په څېر، چې پوهېږي، هر وخت په دقیقه توګه په کوم موقعیت کې مېشت شي، یو سوداګریز رهبر باید په دې باندې پوه شي، چې څنګه له نورو سره مرسته وکړي، ترڅو په رهبر باندې بدل شي، دنده ایزو هیلو ته ځواک ور وبښي او دا چې هغو ته د ځلېدو فرصت ورکړي.
د Sideqik عامل مدیر او یو له مؤسسینو څخه کُرټ اوهلیر (Kurt Uhlir) وایي:  
ډېری کسان مدیریت ته د رهبرۍ په سترګه ګوري، په داسې حال کې، چې داسې نه ده. رهبري د اغېز ښندنې زېږنده ده او اغېز ښنده کولای شي له هر چا څخه په هر مقام او رول کې څرګنده شي. ورین تندی او غوره اوسېدل، له نورو سره مرسته کول او د یوه ماموریت په لاره کې کار کول، د اغېز ښندنې سبب ګرځي. رښتینې رهبري هغه مهال رامنځته کېږي، چې شاوخوا خلک مو په مثبته بڼه ستاسو د ژوند تر اغېزې لاندې راځي.
د CasaQ بنسټ ایښودونکی او طرحه کوونکی ډارلن ټېنس (Darlene Tenes) وایي:
رهبري هغه مهال ده، چې یو څوک دې ته چمتو شي، چې د اتل په توګه مخکې شي او د یوې موخې د بریا او ماتې مسؤولیت ومني. هرڅوک د دې زړورتیا نه لري، چې یو رهبر واوسي او خطر په غاړه واخلي، چې پورته یاد شوي مسؤولیتونه په غاړه واخلي.
د Kate Ryan Design مؤسس کټي ایسلي (Katie Easley) وایي:  
رهبري یانې د هوساینې او آرامتیا له محدودې څخه بهر کېدل او د مکافاتو د تر لاسه کولو لپاره د خطر منل.
د RedCapeRevolution.com بنسټ ایښودونکی ډارسي ایکنبرګ (Darcy Eikenberg) وایي:
رهبر هغه څوک دی، چې په دې باندې پوهېږي، د څه لپاره سم کارونه ترسره شي او په دې باندې د پوهېدو لپاره، په ځان باندې بشپړ باور لري، چې څه وخت تېروتنه کوي او حتا په سختو او ستونزمنو وختونو کې هم د سم کارونو د ترسره کولو زړورتیا لري.
د LeaderAmp بنسټ ایښودونکی او عامل مدیر مت بارني (Matt Barney) وایي:
رهبري یانې په خیالبافۍ سره د هغه څخه په اړه، چې شوني دي او په حقیقت بدلولو او رامنځته کولو لپاره یې  له تاسو سره د مرستې کولو لپاره د نورو قانع کول، راتلونکې اوس ته راولئ.
د Lab Sensor Solutions عامل مدیر او مؤسس جري بولانډر (Jarie Bolander) وایي:
رهبري یانې د شخصي ستونزو او بریاوو پرځای خپلې موخې او د شرکت افرادو ته ارزښت ورکول. رهبري یانې د ستر لرلید لرل، چې په هغه کې ستاسو شرکت هڅه کوي، چې یاد لوري ته لاړ شي او په عین حال کې نورو ته تګلوری پرانیستی ساتي، ترڅو وده وکړي او په رهبر باندې بدل شي.
د SusanAscher.com عامل مدیر بنسټ ایښودونکی او رییس سوزان آشر (Susan Ascher) وایي:
رهبر هغه څوک دی، چې تاسو هغه ځای ته بیایي، چې یوازې نه یاست.
د هوسن پوهنتون د کاروبار کالج رییس ماري هانسن (Marie Hansen) وایي:
رهبري یانې د لارښوونې په برخه کې له نورو سره د مرسته کولو او دغه راز په بریالۍ توګه یوې موخې ته د رسېدو لپاره، د یوه کس له اغېز ښندنې څخه ګټه اخیستنه، دې ته په نه پام سره، چې نور په دې اړه څه فکر کوي او هم د هغو کورنیو او بهرنیو مسایلو په اړه  بشپړو معلوماتو په لرلو سره، چې ښایي د پام وړ پایلو ته بدلون ورکړي.
د hovelstay.com مؤسس مایکل وومک (Michael Womack) وایي:
رهبري ټیم ته د غوره لارښوونو یا انګېزه ورکولو لپاره د تګلارو د موندلو په مانا نه ده، بلکې له هغه ځای پیل دی، په کوم کې چې ټول سره برابر دي او په هغه وخت کې، چې نور روزونکي ته اړتیا نه لري، تاسو په روزونکي باندې بدل شئ.
د Worldwide Express عامل مدیر او رییس ټام مدین (Tom Madine) وایي:
د رهبرۍ سبکونه له یو بل سره توپیر لري، خو د ټولو مرکزي هسته په دې ډول ده: غوره او عالي رهبران د دې سبب ګرځي، هغه افراد چې رهبري کوي، تر ډېره هغه څه ته ورسېږي، کوم چې له رهبرۍ پرته یې تر لاسه کوي. اغېزمن رهبران دا کار نه په وېرې او کینې سره، بلکې په یوې ګډې موخې باندې په هوکړې سره یې ترسره کوي.
د Focal Point Strategies عامل مدیر سټیو زیتچیک (Steve Zeitchik) وایي:
رهبري یانې د خپل لرلید د څارلو لپاره د نورو هڅول، په هغو معیارونو سره، چې تاسو ورته ټاکلي دي، تر هغه ځایه، چې په یوه ګډه هڅه، لرلید او بریا باندې بدل شي.
د Sheppard Moscow مشاور کېندر کولمن (Kendra Coleman) وایي:
رهبري زما لپاره یو اقدام دی، د هڅونې په موخه تصمیم نیول یا ګام پورته کول یا  دغه راز دې ته د نورو هڅول، چې له تاسو سره حرکت وکړي. اغېزمن رهبران د رهبرۍ لپاره په خپل ځواک یا مقام باندې تکیه نه کوي، بلکې د ستراتیژیکې اغېز ښندنې څخه د ګټه اخیستنې په ترکیب کې له شخصي ګټه اخیستنې څخه د هغوی وړتیا  هغه څه ده، چې دوی اغېز ښندونکي کوي.
د OrganicLife عامل مدیر جوناس فالک (Jonas Falk) وایي:
رهبري یانې د منځنۍ کچې له افرادو څخه د تشکیل شوي ټیم منل او په غوره افرادو باندې د هغوی بدلون. تر ټولو ښه رهبر هغه څوک دی، چې هره ورځ خپل کارکوونکي وهڅوي، ترڅو په ښو او غوره افرادو باندې بدل شي.
د EE Technologies رییس سوني نیومن (Sonny Newman) وایي:
رهبري یانې په شخصیت، تواضع او بېلګه اوسېدلو سره په نورو باندې اغېز ښندل. ښکاره ده، چې څه وخت نور پرته له کوم جبر یا زوره، له یوه کس څخه پیروي کوي.
د Bates Communications رییس ډېوېډ کاسولو (David Casullo) وایي:  
رهبري د افرادو له خوا یوه ډله ایزه کړنه ده، چې تاسو په هغوی باندې اغېز لرئ. ستاسو چلند ( اقدامات او کلمې ) دا ټاکي، چې اغېز ښندونکي به وئ. د رهبرانو په توګه زموږ کار نورو ته انرژي ورکول دي.