ژباړه: مریم محمدي
دا یو منل شوی حقیقت دي چې په اسلام کې چې څومره عبادتونه فرض شوي، هر يو یې طبعي ګټې له ځان سره لري. له دې ډلې نن د لمونځ او سجدې پر روغتیايي ګټو خبرې کوو:
۱- لمونځ ته اراده کول، د مخ د ښکلا او تازه کېدو سبب کیږي.
۲- لمونځ ته اراده کول، د رواني ناروغي د مخنیوي لپاره غوره درملنه ده.
۳- لمونځ د بدن عضلې غښتلي کوي.
۴- لمونځ د وینې فشار نورمل ساتي.
۵- لمونځ دماغي حجرې فعاله ساتي.
۶- امیندواره میرمنو لمونځ کول، د مور او ماشوم په روغتیا ښه اغیزه کوي.
۷- لمونځ د حافظې په پیاوړتیا کې مرسته کوي.
۸- سجده د زړه وینه ښه پمپ کوي، چې د وینې جریان ډېر او په زړه بوج کمېږي.
۹- په سجده کې سر د ځمکې سره د تماس له امله د بدن مضرې څپې دفعه کیږي، چې د نورو ناروغیو ترڅنګ د دماغي سرطان مخنیوی کوي.
۱۰ـ د سجدې په وخت کې غوږونو ته وینه ښه ورځي، چې په اورېدلو کې چټکتیا راځي.
۱۱- په سجده کې مغزو ته وینه ډېره رسیږي، چې د دماغي حجرو د تغذیې سره ذهني قوه زیاتېږي.
۱۲ـ سجده سترګو ته د وینې په ورتګ کې چټکتیا راولي، چې له دې سره د سترګو ځير قوي کېږي.
۱۳ـ سجده د زکام، پزې بندښت مخنیوی کوي او د بوی حس قوي کوي.
۱۴ـ سجده سږو ته د وینې په رسولو کې مرسته کوې چې، ورسره د سینې ناروغیو مخنیوی کېږي.