درواغجن خلک داسې وپيژنئ

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه: عمران لمر
شايد ډېری وختونه د نورو دروغ ويل مونږ ته بدې پایلې ولري او ځينې بدې پېښې رامنځته کړي؛ نو په دې خاطر ډېره مهمه ده چې تاسې په خپل ځان کې دا مهارت تقويه کړئ چې هغه کس وپېژنئ چې تاسې ته درواغ وايي او پوه شئ چې کوم وخت ستاسې د دوکه کولو په حال کې دی.
مخکې د دې نه چې د درواغجنو د پېژندلو مطلب پيل کړم؛ بايد ووايم چې دا نښې تر ډېره کولای شي يو کس تاسې ته دروپېژني؛ مګر مه هېروئ چې ځينې خلک ډېر چالاکه وي او کولای شي پرته له هيڅ کومې نښې تاسې ته درواغ ووايي او تاسې هيڅ پوه نه شئ.
۱- خپل نظر شاوخوا ګرځوي.
هر څوک د درواغ ويلو پر وخت يو ډول اندېښنه او زړه نازړه توب لري، همدا د دې باعث کېږي چې تر فشار لاندې راشي، د زړه ضربان يې زياتېږي او له دې حالت سره په خبرو او د بدن په حرکاتو يې تمرکز سختېږي او تاسې کولای شئ چې له سترګو يې د اندېښنې او وېرې ځای وپېژنئ.
کله چې يو انسان درواغ وايي؛ نو مخامخ نه شي ليدلی او تل خپل نظر شاوخوا راګرځوي او په لاشعوري ډول يې غږ تغير کوي؛ ځکه چې زمونږ غږ په اتومات ډول د مغزو له خوا کنترولېږي او کله چې سړی درواغ وايي؛ اعصاب دا پيغام لېږي او په نتيجه کې يې غږ يا له عادي حالته ټيټيږي او يا لوړېږي چې د قوي نښو له وجې انسان نه شي کولای چې په خپلو کړنو کنترول ولري.
۲- د ژبې بندېدل او په خبرو کې تېروتنې
دروغجن خلک تر ډېره هغه خلک وي چې د کورني لحاظه له ستونزو سره مخ وي او په دې ترتيب غواړي چې ځان د يو خيالي نقاب شاته پټ کړي، د خبرو کولو پر مهال يې ژبه بندېږي او هڅه کوي چې د خپلو خبرو تنېروتنې په يو ډول پټې کړي.
۳- د مبهمو او ګنګس کوونکو غټو ټکو تکرار
دروغجن خلک تر ډېره په خپلو خبرو کې کليات وايي او دا کليات په ځلونو تکراروي او په دې تکرار سره هڅه کوي خپل ځان قانع کړي او هڅه کوي ګنګس کوونکې او مبهمې خبرې وکړي.
په دې کار سره تاسې نه پرېږدي چې د هغه خبرې تحليل او تجزيه کړئ.
کله چې تاسې وغواړئ چې د بحث د موضوع اړوند پوښتنه ترې وکړئ؛ نو پرته له ځنډه موضوع بدلوي او تر دې چې ستاسې له پوښتنې وروسته داسې ښکاره کوي چې ستاسې پوښتنه يې هيڅ اورېدلې نه ده او په دې کار سره بحث ته د پای ټکی ږدي.
۴- له وخته مرسته واخلئ.
که غواړئ چې ډاډه شئ چې هغه دروغ ويلي؛ څو ورځې وروسته د هماغې موضوع اړوند ترې پوښتنه وکړئ؛ نو تاسې ته به يو نوی او متفاوت داستان وړاندې کړي.
که لږ هم د هغه په خبرو شک وکړئ؛ نو تاسې په بې باورۍ تورنوي او ډېر ژر به بحث ته د پای ټکی کېږدي.
۵- ډېرې خبرې کوي.
دروغجن خلک معمولاً ډېرې خبرې کوي او د هر څه په اړه خپل نظر ښکاره کوي.
۶- د درواغجنو خلکو ځينې حرکات
په موټي کې ټوخی کول، په سر باندې د لاس پورته کول او د اوږو شاته وړل د خبرو پر مهال د درواغجنو خلکو ځانګړنې دي؛ مګر بايد پام مو وي چې ځينې دروغجن خلک د دې لپاره چې احساسات يې ښکاره نه شي؛ د خبرو پر مهال هيڅ کوم حرکت نه تر سره کوي.