راپور: بشر درویش
دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت اړوند دقرغیو ولسوالۍ د درونټې دبرېښنا بند د څېرمه د خاورینو غوڼډیو په لمنو کې د تراس په ډول دیوه منظم ځنګل دجوړېدو لړۍ پیل شو، چې په ترڅ کې یې د یادې سیمې په ۴۰۰ هکټاره ځمکه کې د بېرې ځنګل جوړیږي.
د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې د یاد ولایت د کرنې رییس انجنیر محمدجمیل خوشحال له قوله ویلي:
«دغه پروژه د خوړو نړیوال پروګرام «WFP» په مالي لګښت او د « SARCDO» پروژې په تخنیکي همکارۍ پلي کیږي او په ۴۰۰ هکټاره ځمکه کې د بېرې ۶۰۰ د بېرې نیالګي اېښودل کیږي.»
د لغمان دکرنې رییس وایي، چې ددې ځنګل په احداث سره به د شاتو مچیو فارم لرونکو ترڅنګ د مالدارۍ ودې، د سیلابونو په وسیله د ځمکې تخریب په مخنیوي، د اقلیم بدلون سره مبارزه، د مضره ګازو د جذب او د طبیعي ځنګلونو د پرېکولو په مخنیوي کې به رغنده رول ولري.