د لاچي بله ګټه؛ د پوستکي الرجي ختموي!

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
  • ژباړه: شپنه سلګۍ

کله چې زموږ پوستکی له ځینو څیزونو سره مخامخ شي، نو د بدن دفاعي سیستم هڅه کوي چې د کېمیاوي تغیراتو په مټ د ناروغۍ مخه ونیسي.
موږ په ورځني ژوند کې د زرګونو داسې شیانو سره مخامخېږو چې له ډېری سره مو د بدن دفاعي سیستم غبرګون نه ښیي، خو ځينې وخت زمونږ ایمیون یا دفاعي سیستم د هغې پر وړاندې غبرګون ښیي چې الرجن ورته وېل کېږي او د بدن دغه ډول غبرګون ته الرجي یا حساسیت ویل کېږي.
حساسیتي غبرګونونه په بېلابېلو ډولونو وي، مثلاً په ځینو کسانو کې نفس‌تنګي او ټوخی پیدا کوي په ځینو کې د سترګو خارښت او سوروالی، له پوزې څخه د اوبو تلل او نور…
خو ځینې نور حساسیتي غبرګونونه بیا په پوستکي کې راڅرګندېږی، لکه د پوستکي التهابي کېدل چې د کوم الرجن سره د بدن پوستکی حساسیت وښایي د پوستکي دغه پېښه له الرجن سره له مخامخ کېدو څو ساعته وروسته منځ ته راځي.
د پوستکي التهابي کېدل په لاندې نومونو پېژندل کېږي:
الرجیک ایکزیما څه ډول منځ ته راځي؟
کله چې یو کس د الرجن سره نېغ په نېغه په اړیکه کې راشي، دغه ډول حساسیت بیا لږ ځنډنی وي، ځکه چې د Eczema د منځ ته راتلل ۲۴ نه تر ۴۸ ساعتونو پورې وخت نیسي.
یو شمېر هغه شیان چې په هغه کې د ځینو کسانو لپاره الرجن موجود وي په لاندې ډول دي:
نیکل:
دغه ماده په غوږوالۍ، غاړه‌کۍ، فلزي تڼۍ، دست‌بند او نورو کې وي.
سپرې:
لکه د بدن د خوشبویي سپرېګانې
ځینې لباسونه او انټي بیوټیک کریمونه چې د پوستکي لپاره کارېږي، لکه Neomaycin
خو کله ناکله د پوستکي حساسیت د لمر له وړانګو څخه هم پیدا کېږي.
د پوستکي حساسیتي غبرګون څنګه له منځه وړلای شو؟
د پوستکي حساسیت درملنه د ناروغۍ په حالت پورې اړه لري، خو په داسې پېښو کې ناروغ شوی ځای په پاکو اوبو او صابون سره ووېنځئ، چې الرجن راکم شي. که چیرې ناروغي ډېره جدي نه وي، نو کومې بلې درملنې ته اړتیا نشته یوازې یې پاک ووینځئ او ځینې کریمونه چې پوستکی روغوي وکاروئ.
خو! که مو د پوستکي دا التهابي غبرګون ډېر جدي وي، نو د لاچي په مرسته د پوستکي د الرجي درملنه وکړئ، ځکه چې لاچي، خصوصاً توره لاچي د باکټریا ضد خواص لري.
لاچي او شات سره ګډ کړئ او د پوستکي په هغو برخو یې ولګوئ چې زیانمنې شوې وي.