که په خوب کې مو له خولې اوبه ځي دا یې حل لارې دي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ژباړه: بشر دروېش
د خوب پر وخت به یا ستاسې یا د کورنۍ غړو او دوستانو له خولې مو ترخې اوبه ځي، خو په دلیل او حل لارو یې ممکن ونه پوهیږئ.
دلته د دغې ستونزې په لاملونو او حل لارو خبرې کوو.
ولې مو له خولې ترخې اوبه ځي؟
د خوب پروخت معمول ده، چې د وجود غړي یا عضلات مو په غیر ارادي ډول ځينې غبرګونونه ښيي یا فعالیتونه کوي.
له خولې څخه د ترخو اوبو بهیدل هم د دغو غبرګونونو او فعالیتونو یوه برخه ده.
د دغه فعالیت پرمهال په دغه فعالیت نه پوهیږو، خوسهار له خوبه تر ویښیدو وروسته وینو چې بالښت مو په اوبو لوند او د خولې خوند مو خراب دی.
ځینې وخت له خولې د داسې اوبو بهیدل یوه عادي خبره وي، خو ځینې وخت جدي او د اندیښنې وړ مسئله شي.
دا اندیښنه هغه مهال زیاتیږي، چې له خولې د بهیدونکو اوبو کچه زیاته وي. په دغه حالت کې ممکنه ده، چې د بهیدونکې خولې خاوند په عصبي یا بلې ورته ناروغۍ اخته شوی وي.
د دې ترڅنګ د مغزي سکتې او نورو ناروغیو وېره هم موجوده ده.
پوزه مو پاکه وساتئ
خوله او پوزه سره نیږدې دي. که مو د پوزې نظافت په سمه توګه ونه کړ، احتمال شته چې خوله مو زیانمنه او ترې ترخې اوبه وبهیږي.
د پوزې د پاک ساتلو لپاره ښه ده چې د حمام پروخت په تودو اوبه پوزه ښه ومینځئ.
د تودو اوبو ترڅنګ په غوړیو هم پوزه غوړولې او پاکولې شئ.
د ویدیدو بڼه مو بدله کړئ
که تاسې په شا څملئ یانې د شا تخته مو پرځمکه وي غوره ده، چې داسې ډېرویده نه شئ.
البته دا وړاندیز د دغه حالت لپاره دی، چې ستاسې له خولې ترخې اوبه پکې بهیږي. په نورو برخو کې کیدای شي همدا ډول ویدیدل تاسې ته زیات په ګټه وي.
خو که مو له خولې د خوب پروخت ترخې اوبه بهیږي، غوره ده چې په دغه ډول ویده نه شئ.
تنفسي ستونزې به لرئ
د خوب پروخت له خولې څخه د ترخو اوبو د بهیدو یو بل دلیل تنفسي ستونزې دي.
هغه کسان چې په سمه توګه ساه نه شي اخیستی، معمولاً له تنفسي ستونزو سره مخ وي او په داسې ناروغیو اخته کیږي.
د تنفسي ناروغیو متضررین د دې ترڅنګ چې له خولې یې ترخې اوبه بهیږي له خوبه تر پاڅيدو وروسته ځان ډېرستړی احساسوي.
د دا ډول ناروغیو یولوی دلیل د زیات سګریټ څښل دي. که سګریټ څښئ یا نور نیشه یي مواد چې تنفسي سیستم زیانمنوي او تاسې یې استعمالوئ، ښه ده چې په استعمال کې یې کمښت راولئ.
د اضافي وزن ستونزه به لرئ
د خوب پروخت له خولې د ترخو اوبو د بهیدو یو بل دلیل د وزن زیاتوالی دی.
که تاسې زیات وزن لرئ، د نورو زیانونو ترڅنګ یې له دې ستونزې د ځان خلاصولو لپاره هم د وزن د کمولو لارې چارې ولټوئ.
د خولې ځانګړي وسایل وکاروئ
د ضرورت پروخت ډاکټران خپلو دا ډول ناروغانو ته یو ډول ځانګړي ابزار ورکوي، چې د خولې اوبه یې په مرسته ګیډې ته ځي.
درمل مو چیک کړئ
که مو د خوب پروخت له خولې ترخې اوبه بهیږي یو دلیل یې کیدای شي د داسې درملو استعمال وي، چې زړه مو بدوي او له خولې مو ترخې اوبه بهوي.
که له دې ستونزې سره مخ وئ، غوره ده چې پر درملو موبیا کتنه وکړئ.
سر مو پورته کړئ
د خوب پروخت غوره ده، چې سر مو پورته کیږدئ، یانې یو لوړ بالښت یې ترلاندې کړئ.
دا طریقه مرسته کوي، چې د خولې اوبه مو ګیډې ته لاړې شي.
جراحي ته اړتیا لرئ
که پورتنۍ لارې چارې ستاسې ستونزه حل نه کړای شي، بیا نو له جراحي عملیاتو ګټه واخلئ.
البته دا توصیه به موظف ډاکټر درته کوي او تاسې ته ښایي چې ویې منئ او د تل لپاره له دغې ناروغۍ ځان خلاص کړئ.