دا عادتونه مو له ښځینه دوستانو لیرې کوي

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش
له نورو سره د نیږدې والي او لیرې والي په افغاني دلایلو حتماً پوهیږئ، ځکه په همدې ټولنه کې ژوند کوئ، د مړي ـ ژوندي، ټولنیزو اړیکو او نورو مسئلو اصول او لارې چارې درمعلومې دي.
دلته درته په نړیواله کچه د څېړل شویو هغو عادتونو معلومات درکوو، چې په ټوله کې بد ګڼل کیږي او له خلکو څخه ستاسې د لیرې والي سبب ګرځي:
ادبیات
کله چې له ښځینه وو سره مخ کیږئ، ترهرڅه مخکې د خپلو ادبیاتو زیات خیال وساتئ. یانې داسې څه په ژبه مه راوړئ، چې توهینونکي او نامناسبه وي.
د څېړنو له مخې ۹۶ سلنه ښځینه له هغو نارینه وو ښه نه وړي، چې په خبرو یا لیکلو کې یې ادبیات کمزوري وي. یا یې ګرامري او لهجوي ستونزې جدي وي.
نو هڅه وکړئ، چې له ښځینه وو سره په مخامخیدو کې له قوي ادبیاتو او احترام څخه کار واخلئ.
کم خوبي
له ښځینه وو سره تر هر شخصي او کاري ملاقات مخکې باید تاسې کافي خوب کړی وي.
که مو نه وي كړی، سم مجلس نه شئ کولی، خوبولي به یئ او دا به مو د هغو له نظره ډېر کم ښکاره کړي.
له ښځینه وو پرته له نورو خلکو سره هم د ملاقاتونو پروخت باید د بې خوبۍ ستونزه ونه لرئ.
استرس
استرس یا رواني فشارهم له هغو لاملونو دی، چې تاسې د خلکو له پامه کم راولي.
هیڅوک نه غواړي په عامه اصطلاح له رواني کسانو سره اړیکې، ناسته ولاړه او راشه درشه ولري.
ښځې بیا بالخصوص داسې خلک نه خوښوي، چې دوی ته د پاملرنې پرځای یې فکر په بله خوا مصروف وي.
د تفریح تشه
هغوی چې لازمه تفریح نه لري، نه شي کولای له ښځینه وو دوستانو سره یې ښه مجلس ولري.
بې تفریح کسان په هغه ډول چې لازمه وي، ارام نه لري.
د ښځینه وو هغه خلک خوښ دي، چې د تفریح علاقه مند وي او دوی ته د سیاحت بلنې ورکړي او زمینه سازي وکړي.
د غاښونو سلامتي
روغ غاښونه د انسان په شخصیت جوړولو کې خاص رول لري. هغوی چې د غاښونو سم خیال نه ساتي، نه شي كولای د ښځینه وو دوستانو زړونه یې لاسته راوړي.
د غاښونو خرابوالی ستاسې د شخصیت په خرابولو کې هم نقش لري. که غواړئ خپلې ښځینه دوستانې خوابدي نه کړئ او له پامه یې بد رانه شئ، باید خپلو غاښونو ته خاصه پاملرنه وکړئ.
نامناسب چلندونه
ښځینه خپله هم هڅه کوي چې کوم نامناسب چلند ترې ونه شي او هم له نورو نه یې د نه ترسره کیدو تمه لري.
په خوراک څښاک، ټلیفون کولو او ټول چال چلند کې هڅه وکړئ، چې کوم نا مناسب کار درنه ونه شي.
پر ځان باور
د ښځینه وو پرځان باوري نارینه خوښیږي. داسې چلند مه ورسره کوئ، چې د ځان باورۍ تمثیل پکې ونه شي.
له ښځینه دوستانو سره په چال چلند کې پر ځان بشپړ باور ولرئ.