هغه توپیرونه چې انجونې ترې په کورنۍ کې ډیرې ځوریږي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

په پښتون میشته ټولنه کې ځینې کوچني توپیرونه، تیروتنې او نادودې شته چې په کورنۍ کې د یوې انجلۍ سره ترسره کیږي او د نوموړې د زړه بدۍ سبب ګرځي، کیدای شي دا حقونه چې تاسو يې له انجونو اخلۍ نادیده يې ونیسۍ، خو پایلې یې حتما بدې دي:
۱. د تعلیم حق
د زده کړې په مسله کې چې وغږیږو نو ډیری ستونزې زموږ په کورنیو کې لا هم ناحله پاتې هغه ځکه چې هلکانو ته د انجونو په نسبت په زده کړو کې ډیره توجه کیږي.
تاسو خپل زوی له هیواده بهر د زده کړو لپاره لیږۍ خو لور بیخي له کوره نه پریږدۍ چې زده کړي وکړي.
که د زده کړو اجازه ورکړئ، اول يې د لیک لوست زده کړې پورې ورکوۍ، ځینې يې تر دولسم ټولګي بشپړولو پریږدي او ځینې که بیا د پوهنتون اجازه هم ورکړي، نو انجونو ته يې د خپلې خوښې د پوهنځي اجازه نه ورکول کیږي او تر ډیره پرې تاکید کیږي چې یا دې د استادۍ زده کړې وکړي او یا دې هم طبې زده کړې وکړي حال دا چې انجلۍ به بیخې له دې دوو ریشتو سره علاقه نه لري، خو برعکس د زوی خوښې ته ډیره توجه کیږي.
۲. د خوراک او پوښاک حق
بدبختانه په ځینو کورنیو کې لا هم د انجونو سره توپیري چلندونه کیږي که انجلۍ له ولږې هم مري، نو باید صبر وکړي چې ورور محترم يې کور ته راشي او په ګډه ډوډۍ وخوري یا يې اول ورور وخوري بیا دې خور ډوډۍ وخوري.
په لباس کې هم همداسې ده، ځینې کورنۍ زامنو ته ښه او قیمتي لباسونه اخلي، خو لور ته يې تر ډیره اخلي هم نه، دلته بیا والدین خپلو لوڼو ته دا بهانه کوي چې خیر دی ورور خو دې له کوره بهر وځي، خلک يې ګوري او ته خو هسې هم په کور کې يې، تا څوک څه ګوري چې لباس دې ښه دی که خراب.
که دلته لږ فکر وکړو یاد نظر تر ډیره ناسم دی ځکه تاسو کره هم خپل او خپلوان راځي که انجلۍ بیخي له کوره ونه وځي کور ته خو يې حتما خورلڼې راځي، نو باید ورسره توپیري چلند ونشې.
۳. د انتخاب حق
ددې لپاره چې انجلۍ په کورنۍ کې د نورو حقوقو څخه محرومه ده، نو مشکله ده چې د ژوند ملګری دې خپله وټاکي.
دا ډیره ځورونکې مسله ده چې یو زوی دې د یوې بلې انجلۍ سره ټیلفونې اړیکې ولرې او که په یو وخت د ډیرو انجونو سره د کورنۍ په مخکې اړیکې جوړوي، هغې ته دې هیڅ نه ویل کیږي، خو که ستاسو لور پسې د هغې د خوښې ریشته راځي او تاسو يې نه ورکوۍ او یا يې هغه چاته ورکوۍ چې هغه مو د لور بیخې خوښ نه وي.
اسلام نارینه او ښځینه ته د ژوند د ملګري د انتخاب حق ورکړی، خو داخل په چوکاټ کې او ددې ترڅنګ يې د والدینو رضایت او څیړنه هم شرط بللې.
دلته مې مطلب دادی لکه څنګه چې په خپلې لور څار او کنټرول لرۍ همداسې يې په خپل زوی هم ولرئ او د ژوند د انتخاب په حق کې يې د والدینو په صفت پوره پام وکړئ، څو يې راتلونکی روښانه وي، نه دا چې اولادونه او په خاص ډول انجونې مو له تاسو زړه ماتې شي.
۴. د تربیي او مینې حق
ځینې والدین خپل زامن ډیر نازولې لویوي هره غوښتنه يې مني او په ډیرو پیسو يې اموخته کوي، خو برعکس لورته لږې پیسې، لږ ناز او کمې غوښتنې يې منل کیږي.
آرواپوهنه وايي: والدین باید د خپل اولاد ټولې غوښتنې ونه منې، ځکه بیا سمه تربیه نه اخلي.
درنو والدینو!
تاسو به هرومرو تجربه کړي وي، د هغو اشخاصو ماشومان چې په سختیو کې رالوی شوي دي، ښه ثمره هم لري، خو برعکس هغه مور او پلار هیڅکله په خپلو اولادونو نه دي ښاد شوي چې ماشوم ته يي ناسمه تربیه، ډیرې پیسې او ډیرې نامناسبې هیلې ورپوره کړي وي.
یادونه:
د اولادونو په سالمې روزنه کې مو د نورو له تجربو کار واخلئ او داسې زوی او لور ټولنې ته وړاندې کړئ چې د نورو لپاره درس شي !