کوېنټن ډیکاک د افریقا غوره کرکټ لوبغاړی شو

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
یاران سپورټ

د سویلي افریقا کرکټ بورډ د جولای په ۴مه د شنبې په ورځ د خپل هېواد نارینه او ښځینه کرکټ لوبډلو څخه د کال غوره کرکټ لوبغاړي اعلان کړل، چې په نارینه لوبغاړو کې ځوان وېکټ‌ساتونکی توپوهونکی کوېنټن ډیکاک هم راغلی.
هغه د افریقا د کال غوره کرکټر جایزه هم اخیستې او د کال د ټېسټ لوبو کرکټ لوبغاړی هم اعلان شوی.
کوک د افریقا د کرکټ په تاریخ کې شپږم لوبغاړی دی، چې یاد مقام ته رسېږي. له ده وړاندې ډیویلیرس غوره کرکټر دی، چې د افریقا د کرکټ په لړکې یې زیاتې جایزې اخیستي دي.
د ډیکاک دا دویم ځل دی، چې د افریقا د لوبډلې د کال غوره توپوهونکی اعلانېږي.

مکایا اېن ټیني، کګېسو رباډا، هاشم امله او ډیویلیرس هم نوي دې نوملړکې شامل شوي دي.
شبنېم اسماعیل د افریقا ښځینه کرکټ لوبډلې د شل اوریزو لوبو غوره لوبغاړې راغلې او جایزه یې واخیسته.
نانکولولیکو اېم لابا د نوې لوبغاړې په توګه یا نیو کمر په حېث د کرکټ غوره لوبغاړې اعلان شوې.
پر دوی سربېره کویني ښځینه او لاورا ښځینه لوبغاړې د کال د ټېسټ لوبو غوره وېکټ‌ساتونکې لوبغاړې او تر ټولو مخکښو توپوهونکو راغلي دي.
د افریقا د کرکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټر جېکس فال ویلي چې کویني خورا غوره کرکټ کړی او ځان یې ثابت کړی دی.
د فال په خبره انرېچ نارټی او لونګي اېن ګېډي هم د نړۍ په کچه غوره چټک توپ اچوونکي دي.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.