د افغانستان لومړنۍ ښځینه وزیره وپېژنئ

سپینه تجريدي ډیزاین

په افغانستان کې د ښځو ازادي او د حقونو لاسته راوړل ځینې فکر کوي، چې یوازې د امریکا راتګ پورې محدوده موضوع ده.
خو واقعیت داسې نه دی؛ د افغانستان تاریخ را ښیي، چې لسګونه کاله مخکې هم دلته ښځینه مبارزانې موجودې او د ښځینه حقونو، ازادیو او خدمت لپاره یې کارنامې او هڅې کړي.
د ښځو د مبارزو او ورته د پاملرنې پیل د افغانستان د نورو سترو او اساسي پرمختګونو په شان د غازي امان الله خان واکمنۍ پورې تړلی دی.
البته د غازي پر وخت دا هڅې ابتدایي وې، یانې ښځو ته پکې د زده کړې زمینه مساعده شوه.
د ملت د بابا اعلیحضرت محمد ظاهرشاه په واکمنۍ کې ښځو ته پاملرنه لا زیاته او وغوړیده.
اوس چې کومه مېرمنه یادوو؛ دا هم د ظاهر شاه د واکمنۍ د وخت وه او په دغه وخت کې د افغانستان د تاریخ په کچه لومړنۍ ښځینه وزیره پاتې شوې.

کبرا نورزۍ

لومړنۍ ښځینه وزیره
کبرا نورزۍ د افغانستان په تاریخ کې لومړنۍ ښځینه وزیره وه.
هغه له ۱۹۶۰ څخه تر ۱۹۷۰ میلادي پورې د افغان ښځینه مخکښانو له ترټولو زیاتو مخکښانو څخه وه.
کبرا نورزۍ له ۱۹۶۵ څخه تر ۱۹۶۹ پورې د افغانستان د لومړنۍ ښځینه وزیرې په توګه کار کړی.
هغه د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر وخت د عامې روغتیا وزیره وه.
پېژندنه
کبرا نورزۍ د بسم الله خان لور او په ۱۹۳۲ میلادي کال د کابل د ګذر باغبان په کوڅه کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې وې.
هغې د لېسې ترکچې په ملالۍ لېسه کې زده کړې وکړې، بیا د نورو زده کړو لپاره په ۱۹۵۸ کې د پاریس سوربن پوهنتون ته لاړه.
د نوموړې په ترلاسه شویو ژوند لیکونو کې د هغې د زده کړو د مسلک په اړه څه نه دي ویل شوي، خو مسلکي دندې او د هغه وخت رایجو زده کړو ته په کتو سره وړاندوینه کیږي، چې کبرا به د طب په برخه کې لوړې زده کړې کړې وې.
قانون سازه ښځه
د افغانستان په تاریخ کې د ۱۳۴۳ اساسي قانون لومړنی نسبتا پیاوړی او د حساب وړ قانون یادیږي.
د دغه قانون د تسوید یا مسودې جوړولو لپاره ظاهر شاه یو ۲۳ کسیز کمیسون ټاکلی و، چې کبرا نورزۍ او معصومه عصمتي وردګ یې یوازینۍ دوه ښځینه غړې وې.
دوی هڅه وکړه، چې تر ممکنه حده او د هغو شرایطو له ممکناتو سره سم په اساسي قانون کې د ښځو حقونه خوندي کړي.
کبرا نورزۍ په ۱۹۷۷ کې د لویې جرګې لپاره د کابل د خلکو استازې وټاکل شوه.
کبرا نورزۍ

هڅانده وزیره
کبرا نورزۍ د عامې روغتیا د وزیرې په توګه نه یوازې د ښځو؛ بلکې ټول افغانستان لپاره نه هېریدونکي خدمتونه وکړل.
هغې د روغتیا په برخه کې یو شمېر مهم قوانین رامنځته او روغتیایي خدمتونه یې د افغانستان مختلفو سیمو ته وغځول.
د دغو هڅو په ترڅ کې کبرا خپله ګڼو لیرې پرتو سیمو ته لاړه او د روغتیايي وضعیت د څېړلو ترڅنګ یې ځینې روغتیایي مرکزونه پرانیستل.
مړینه
کبرا نورزۍ د ۱۹۸۶ د جنورۍ په ۳۰ له دې نړۍ په کابل کې سترګې پټې او د شهدای صالحین په هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه.