له کورونا وایروس څخه رغېدلي کسان واکسین ته اړتیا نه لري

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
ژباړه: حنیفه مومند

هغه ډله کسان، چې کورونا وایروس/ کوويډ ۱۹ ناروغي يې تېره کړې وي، نو واکسين ته اړتيا نه لري.
د اسپوتنیک د راپور پر اساس، ميخايل موراسکو د روسیې د د عامې روغتيا وزير څرګنده کړه، هغه ډله کسان چې په کورونا وايروس اخته شوي وو، نو د کورونا ضد واکسين ته اړتيا نه لري.
نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل:

که چيرې مو د بدن د ایمني/ دفاعي سيسټم په کورونا وايروس اخته شوي وي، نو بيا يې د واکسين لپاره اړتیا نشته.

د اګسټ په 11مه نېټه د روسيې ولسمشر، ولادېمير پوتين د لومړي ځل لپاره د کورونا ضد واکسين د جوړېدلو خبر ورکړ.
دا واکسين، چې (اسپونتيک وي) نومېږي، د اپيدميولوژي ملي مرکز او ميکروبپولوژي (ګامالي) د مستقيمې پانګې اچونې د صندوق په مرسته جوړ کړ.