لیکنه: مصطفی سالک
په یوه تیره مقاله کې مو هزاره ګان ګوشانیان بللي وو ، د نورو دلیلونو تر څنګه مو دا هم ویلي وو، چې کوشانیانو د بامیانو لوی بتان په خپلو څیرو یانې د هزاره ګانو په شکل جوړ کړي وو، په افغان مقاله کې نور داسې دلیلونه مخې ته راغلل چې زموږ ددغه نظر پخلی یې وکړ.
نن د کوشانیانو د تاریخ پر اړه ځینې لنډې څرګندونې لرو او ژبې ته یې د پخوا په په پرتله لږ څه ډیر تم کیږو.
کوشانیان له اره د سیتي قام یوه قبیله وه چې له میلاده کابو دوه پیړۍ مخکې د چین له کانسو ایالته را کوچیدلي وو، افغان مورخ ډاکټر فاروق انصاري اریانا ته د کوشانیانو د راتګ کیسه په دې ټکو کوي.( ( د یوشه چي) په نامه قبیله چې له( سیتي ) قامه وه د چین کانسو پر لودیځو سرحدي سیمو کې وسیدل چې ښايي یابه د خپلو شمالي ګاونډیانو د زور زیاتی له کبله یا هم د بل کوم مادي دلیل له کبله د لودیځ په خوا وخوځیدل پر ترکستان يې ورودانګل او چې له اکسوس سینده واوښتل په تخاریانو مشهور شول ، دغه جنګیالی ټبر له باختري یوناینو او نورو سیالانو سره وجنګیدل او شوانګ ( کجولا- چیو چویه- فیزس) د خپلې غرسارې واکمنۍ کلک بنسټ کیښود خو دا واکمن کلا هله بشپړه شوه چې ددغه ټبر یو نامتو پاچا کانیشکا ( ۱۲۰- ق- م -۱۶۰-قم) د واک واګې ټینګې کړې هغه بریالی شو چې هند او مرکزي اسیا کې د ویمارا د واکمنۍ تر ولکې یو څه ډیره ځمکه لاندې کړي کانیشکا د کابلستان بګرام ځانته د اوړي او پیښور د ژمي پایتخت ټاکلی و چې هغه یې هم د کابلستان د باګرام په مینه کې باګرام باله ، داسې ښکاري چې باګرام د پیښور تر څنګه ددغې سیمې یو بل داسې نوم و، چې ورسره یې غبرګ تاریخي یون کړی، رحمان بابا هم چې کله د پیښور ذکر کوي او خبره جمال ته وځي نو ورته غوره ښکاري چې باګرام یې وبولي.
هم نغمې کاندي هم رقص کا هم خاندي
د رحمان په شعر ترکې د باګرام
دا چې کوشانیان له چینه راغلي نو دا خبره جوتیږي چې ولې یې څیرې هغوی ته ورته دي. کوشانیانو چې کومه ژبه له ځانونو سره رالیږدولې وه یو شمیر تاریخ لیکونکو دلته د تخاري نوم ورکړ افغان مورخ ښاغلی انصاري، لیکي چې د کوشانیانو د واکمنۍ پر مهال یو شمیرالفباوې او لیکدودونه دود و خو رسمي ژبه هماغه د کوشانیانو خپله ژبه وه چې د تخارۍ ژبې نوم یې خپل کړی و. د لیک په برخه کې سربیره پر خروشتي لیک چې له مخکینیو پیړیو راپاتې و لږ وروسته په سکو کې د یوناني خط کارول هم پیل شول، او دواړه لیکدودنه په سیالۍ سره مخکې روان و، خو د لویو کوشانیانو په وخت کې له سیکو نه خروشتي لیک پریوته او تر ډیره په دیني ډبرلبکونو کې ایسار پاتې شو دا حقیقت د یوه بل کوشاني شاه ( هو ویشکا ) په هغه کتیبه کې کتی شوچې د وردګو له خوات سیمې تر لاسه شوې، خو ورسره هم مهاله یوناني خط او تخاري ژبې ته ډیر پام وشو چې مثال یې د بغلان د سرخ کوتل په کتیبه کې لیدی شئ )
چینايي راهب او سیلانی هیون تسنګ چې د ( ۶۳۰) میلادي کال د اپریل په (۳۰) نیټه په بامیانو کې و ددغې ژبې په اړه داسې معلومات ورکړي دي. ( ….د ګروهو او سکو رسم الخط یې د توهولو ( تخارستان ) واکمنیو ته ورته دی سره له دې چې ژبه یې د تخارستان د وسیدونکو له ژبې لږه بدله غوندې ده خو بیا یې هم تر ډیره خبرې سره سمی خوري )
دا خبره تر هغې نزدې ( ۸۰۰ ) کله وروسته کیږي چې کوشانیانو د خپلې غرسارې واکمنۍ بنسټونه ایښي وو.
نو په دې وخت کې طبیعي ده چې د تخاري ژبې کورنی او بامیانی ګړدود دې یو تر بله دومره بیل شي چې هیون تسنګ یې د پرتلې په برخه کې زړه نازړه شي.
خو د هیون تسنګ یو بل وطندار (هیون تچاو ) چې ړومبی ځل په (۶۲۰) او بیا په ( ۶۶۴ ) میلادي کال کې اوسني افغانستان ته هم راغلی و، د بامیانو د ژبې پر اړه بله خبره کوي.
( ددې ملک ژبه له نورو ټولو ژبو بدله ده ) که تاریخي حقیقتونه په پام کې ونیسو د ښاغلي تسنګ د خبرې په څیر د ښاغلي تچاو خبره هم رښتیا ښکاري، تسنګ په ورته والي پسې ګرځیده نو یوازې تخارۍ چې دا یې هم یو ګړدود دی په نظر ورغله. خو هیون تچاو په توپیرونو پسې ګرځي نو ښايي ځکه ورته دا ژبه له نورو بیخي بدله ښکاره شوي وي ځکه چې دلته ښايي ګڼې ژبې نزدې یا ان یوه سرچینه ولري، خو دا ژبه تقریبآ نوې وه، خو له نوي والي سره سره ارواښاد پوهاند حبیبي لیکي چې کوشاني ( تخاري ) ژبه له پښتو او فارسي ژبو سره کلک او هر اړخیړ اړیکي لرل وايي په تیره بیا له پښتو سره چې له یوه پلوه یې ګډ کلیمات ډیر دي او له بله پلوه یې ګڼ شمیر فعلونه هم پښتو دي.
شیران بامیان د کوشانیانو او یفتلیانو اولاده وه چې لا یې هم د کوشانیانو ژبه ساتلې وه، استاد پوهاند عبدالحی حبیبي د( بامیان و شیران در لغت وتاریخ) تر سریک لاندې د شیرانو د واکمنۍ دداسې سیکو پخلی کړی چې پر کوشاني ( تخاري) ژبه پرې د د بامیانو د واکمن (شیر) نوم لیکلی دی پر دغه سکو د شیر انځور هم شته او د اسماني پیغلې اناهیتا صورت هم لیدل کیږي، چې دا ټولې ددغې واکمنې کورنۍ نښې دي.
د یو شمیر سندونو له مخه د شیران بامیان واکمن لړۍ هله ختمه شوه چې وروستی واکمن یې په ( ۱۵۰)-ق – کې مسلمان شو او د کوشانیانو واکمني پای ته ورسیده، په اسلامي دوره کې ښايي د هزاره ګانو د ژبې ( تخاري – کوشاني ) له یاودنې او تذکرې سره مخامخ نه شو داسې ښکاري چې د اسلام له راتلو سره ددې ژبې سیکه له چلښته لویدلي وي، او علت به یې دا وي چې دا ژبه ددین او دربار ژبه وه چې هزاره ګانو( کوشانیانو ) د اسلام په راتللو دا دواړه څه له لاسه ورکړل او چې داسې ده نو بیا خو ددې ژبې ددوام څه بله بهانه نه وه.
یو شمیر هزاره لیکوالو لیکلي چې ددوی په لهجه کې ۲۵ سلنه داسې کلیمات شته چې د فارسي په نورو لهجو کې نه لیدل کیږي، که داسې وي نو دا ویل به بې ځایه نه وي چې کیدی شي له دغو کلیمو ډیر یې د هزاره ګانو ( کوشانیانو ) د ورکې ژبې کلیمات وي، راځئ د هزاره وو د لهجې یو شمیر دغسې کلیمات وځیرو.
باید دا ووایم چې په دغه ورکه شوې ژبه کې د طبیعت د نظام لپاره داسې تړلي او ډیر صرفي کلیموي جوړښتونه وو چې ما یې لا د افغانستان په ژوندیو ژبو کې بیلګه نه ده لیدلې. کوشان یانې غر وزمه واکمني راځئ په دغه مړه ژبه کې غر او د هغه نور متعلقات وڅیړو.
ګر = غر
ګرګر = په غرونو کې انګازه
ګر رس = د غره باد
ګوررس = د غره د خویدو غږ
ګور ګور دراغ = تندر په غرونو
ګرشاسب = غر مشر
ګراز = غرنۍ ایږه
لوګر = لوی غر
ګري = په جاغوري کې د هزاره توکم یو غر میشتې قبیله
ګرستان = غرستان
ګراسپ = غرنی اس
ګرجستان = کوهستان
******
یو انسان وي بلې ژبې سره بل شي
چې دې وس وي نو ښې ډیرې ژبې زده کړه
نوي نوي حقایق به در څرګند شي
ددې غرونو هغه هیرې ژبې زده کړه