کورنۍ څه ده؟ هغه افراد چې ترمنځ یې مینه، درناوی او عاطفه وي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

کورنۍ د یوه ټولنیز ارګان او د ټولنې اساسي واحد دی او د تمدن لومړنۍ نښه ده. د یوه کور له غړو څخه کورنۍ جوړېږي، لکه مور، پلار، خور، ورور او… کورنۍ له هغه ټولنیز واحد څخه عبارت دی چې یو نارینه او ښځینه له واده کولو وروسته رامنځته کېږي او یا هم د هغو وګړو مجموعې ته کورنۍ ویل کېږي چې د یوې ځانګړې موخې لپاره تر یوه چتر لاندې ژوند کوي.
او په کومه کورنۍ کې چې مینه، درناوي، یوځایوالي او عاطفه وي، نو د هغه کورنۍ بنسټ ډېر ټینګ وي.کورنۍ هغه څه دي چې په غم او خوشحالي کې یو له بل سره وي.
کورنۍ هغه بنسټ دی، چې په هغه کې اخلاقي ارزښتونه، دیني باورونه او ټولنیز معیارونه له یوه نسل څخه بل نسل ته لېږدول کېږي.
(مرداک) وایي: “کورنۍ یوه ټولنیزه ډله ده چې غړي یې د نسب، واده، اولاد او داسې نورو په وسیله پیوندونو سره لري.
د (یونګ) له نظره د کورنۍ موخه په نړۍ کې د یوه ځای موندل او بریالیتوب دی.
داکټر یوسف قرضاوي د اسلامي نړۍ د عالمانو د اتحادیې مشر کورنۍ داسې تعریفوي: “اسره (کورنۍ، کهول) په لغت کې د کورنۍ اهل، چې له ښځې، مېړه او د هغوی له اولادونو څخه عبارت ده.
له پخوا زمانو څخه تر اوسه کورنۍ جوړښت د ځان لپاره بېلابېلې بڼې غوره کړي دي. په دې موده کې سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او کلتوري شرایطو ورباندې پوره اغېزه کړې ده.
هر څوک غواړي چې سالمه کورنۍ ولري، ځکه سالمه کورنۍ د سالم شخصیت غوندې یو د ارزښت وړ کار دی، نو همدې لپاره باید ځینو ټکو ته پام وکړو، چې ښه کورنۍ ولرو:
۱ – خپله کورنۍ په سمه توګه باید درک کړو. که دا کار ونه کړو، نو زموږ په منځ کې جنجال پیدا کېږي، ډېری کورنۍ نه شي کولای چې خپلې کورنۍ ته په سمه توګه ورسېږي، نو په دې اساس باید خپل ژوند کې منظمه برنامه جوره کړو، چې هر کار خپل پر وخت ترسره کړو.
۲ – خپلې کورنۍ ته باید درناوی وکړو. په یوې کورنۍ کې هر څوک حق لري چې خبرې وکړي او خپل نظر وړاندې کړي، نو باید ټوله د یو بل خبرو ته غوږ ونیسو او په هر کار کې باید یو بل سره مشوره وکړو.
۳ – خپل وخت باید یو بل سره تېر کړو. کېدای شي موږ د ډېر مصروفیت له کبله خپلې ټولې کورنۍ ته وخت ونه لرو او یا هم له فکره مو ووځي، مګر باید دوی ته هم ځانګړی وخت ورته وټاکو او له دوی سره هم وخت تېر کړو. دا کار د دې سبب کېږي چې موږ خپله کورنۍ په سمه توګه درک کړو.
۴ – په یوې کورنۍ کې د کور هر غړی یو ډول دي، نو ځکه موږ خپل خور، مور، ښځه، خاوند او داسې نورو ته باید په یوه سترګه وګورو. د کور هر نفر مینې ته اړتیا لري، که موږ ټولو ته په یو نظر وګورو زموږ ژوند کې ستونزه نه پیدا کېږي.
۵ – چیغې یا هم ژاړئ مه. که موږ وژاړو یا لوړې چیغې ووهو، نو د کور نور وګړي راڅخه کرکه کوي او دا کار زموږ د جلاوالي سبب کېږي. د چیغې پر ځای په آرامه هم ستونزه حل کولای شو.
۶ – موږ تل باید خپلې ستونزې ته یوه حل لاره پیدا کړو. په هرې کورنۍ کې حتماً ستونزې شته، نو اړتیا نشته چې وارخطا شو د وارخطا کېدو پر ځای ښه دی چې یوه حل لاره په ګډه ورته پیدا کړو.
۷: یو بل سره مرسته وکړو. که زموږ د کور یو نفر پلار، مور، خور یا ورور زموږ مرستې ته اړتیا ولري نو باید مرسته ورسره وکړو.
۸ – ځینې وخت موږ کولای شو خپله کورنۍ غافلګیره کړو. مثلاً کلیزه ونمانځو. دا کار زموږ اړیکې ښې کولای شي او بریا لپاره هم ګټه لري.
۹ – موږ باید داسې کلمې ونه کاروو چې د کرکې سبب کېږي، ځکه دا کار اړیکې خرابوي حتا لمنځه هم وړلای شي، نو باید له دې کار څخه ډډه وکړو.
۱۰ – کله چې وعده کوو باید خپل په وعده باندې ولاړ اوسو او عمل ورباندې وکړو. که دا کار ونه کړو، نو موږ خپل باور له لاسه ورکوو او دروغجن معلومېږو.