ژباړه: نجم الرحمن ناصري
یوه سالمه او منسجمه کورنۍ کې هره یوه ځانته موخه لري. په حقیقت کې باید د کورنۍ هر غړی په کورنۍ کې د رول احساس ولري او که حضور ونه لري د کور نظام خرابېږي. په ډېرو کورنیو کې داسې غړي شته چې د کورنۍ د خندا لامل کېږي.
په هره کورنۍ کې د مور دنده د کورنۍ د غړو راټولول د یو بل تر څنګ وي. کورنۍ کې نقشونه انعطاف لري او کله کله تغییرېږي، خو په یوه روغه کورنۍ کې د والدینو او د اولادونو د برخو ترمنځ یو مرز موجود وي. په کورنۍ کې د مراتبو سلسله حاکمه ده او هر څوک مشخص ځای لري، د دې لپاره چې په کورنۍ کې د هر یوه ځای او نقش معلوم وي، نو پکار ده چې:
- خپل ځای د قدرت د مرجع په حیث مشخص کړئ. په یوه بریالۍ کورنۍ کې تاسو د پلار یا مور په حیث په واقعیت کې د اولادونو ملګري نه یاست او ستاسو ځای له هغو سره برابر نه دی. کولی شئ او باید له هغوی سره دوستانه چلند وکړئ. مګر ستاسو او د هغوی ترمنځ مرز باید له منځه ولاړ نشي. اولادونه مو باید د قدرت د مرجع په حیث وپېژني، چې د چلند مطلوب او نامطلوب مرز باید د دوی لپاره واضح شي.
که کوښښ وکړئ چې د هغوی ملګري اووسئ، د قدرت د مرجع په حیث خپل قدرت له لاسه ورکوي، ځکه تل د هغوی د ملګري نقش نشئ لوبولای او د هغوی د تربیې لپاره مجبور یاست چې دې پلار او مور نقش ولوبوئ او د نقش د بدلون لامل کېږي چې هغوی فکر وکړي چې خیانت مو ورسره کړی.
– په کورنۍ کې نهایي تصمیم باید ستاسو وي. کله چې هر څه وویل شي او ترسره شي، نهایي تصمیم نیونکي تاسو یاست، البته باید پوه شئ چې د ټولې کورنۍ نظر د قدر وړ دی، خو نهایي تصمیم د مور او پلار په لاس کې دی.
- هېڅکله تبعیض مکوئ. هېڅ اولاد پر بل اولاد برتري نه لري او تاسو د پلار او مور په حیث باید د هغوی ترمنځ تبعیض ونه کړئ، د هلکانو ډېر ژر تبعیض ته پام کېږي او ډېر وخت دا فکر هغوی ته د نه خوښېدلو له امله منځته راځي دا کار مو په هغوی اغېز او دا تاثیر کوي.