جوړه (زوجین) باید د ورځې په جریان کې د ۲۰ دقیقو لپاره خبرې وکړي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
ژباړه: صدیقه پوپلزۍ

په زړو ورځو کې، کله چې ټیکنالوژي ډېر پرمختګ نه و کړئ او اړیکې خورا ساده، مخلصې او پاکې وې، کورنۍ به ډېر وخت په ګډه تېرول او یو له بل حال څخه به ښه خبر ول. یوه دسترخوان ته کېناستل او د ورځې ښکلې او مهمې ورځې یې په ګډه نمانځل، یو له بل سره یې ښکلي یادونه پرېښودل.
خو نن ورځ، د ټکنالوژي او مخابراتو له پرمختګ سره، خلک په لنډ وخت کې یو له بل سره اړیکه نیسي. د اړیکو نیولو ډول هم بدل شوی، په داسې ډول چې د وګړو ډېري وخت په مجازي نړۍ کې تېروي. کورنۍ ډېر کم وخت یو له بل سره تېروي. تر هغه ځایه چې د جوړو د مطالعه کچه په یو شپه ورځ کې تر ۲۰ دقیقو لږ دي چې دا کار د عاطفي طلاق احتمال څو برابره کړي دی او موږ ته اندېښنې پیدا کړي.
د کورنۍ رواني پوه داکټر علي باجلان، د جوړې د ورځني خبرو اترو په موضوع کې وویل:

جوړې د ورځې په جریان کې باید یو ځانګړۍ وخت د خبرو کولو لپاره وټاکي. او په دې وخت کې د هغو تګلارو په هکله خبرې وکړي چې د دوی د اړیکو د ښه کېدو لپاره اغېزمن وي. او د خپلو غوښتنو، اړتیاوو او توقعاتو په هکله یو بل ته ووایي. او د داسې مسایلو له ویلو ډډه وکړي چې په نورو پورې تړاو لري او ستاسو له اړیکې بهر وي.

د ورځې په اوږدو کې د جوړې خبرې کول یو ناورین دی!

ارواپوهانو د کورنۍ، خصوصاً د جوړو د خبرې کولو په هکله وویل:

نن ورځ د ډېرو جوړو وخت د یو بل په کنټرول او شک کولو تېریږي، چې دا ډول خبرې ګټورې نشي کېدای او ستونزه نشي حل کولای، خو که دا وخت که یوازې خپل ځان او اړیکې په هکله په خبر کولو تېر شي نو ښه ده.

هغه اور چې د مېرمنې یا خاوند مینه سړوي!

نن ورځ ټول دومره په خپلو ستونزو او ژوند بوخت دي چې یو بل یې هېر کړي، نشي کولای یو له بل سره اړیکه ونیسي، همدا د دوی د لرېوالي لامل کېږي.

هغه اوبه چې له سر تېرې شوې څه یو ځلي څه څو ځلې!

په عمومي توګه وګړي د کوژدې په دوران کې یو له بل سره ښې اړیکې لري او خپل ډېر وخت یو له بل سره په خبرو کولو تېروي، خو همدا چې واده کوي فکر کوي چې نور مو یو بل وپېژندل، نور خبرې کولو او یو بل سره وخت تېرولو ته اړتیا نشته. دا یو غلط فکر دی ځکه وګړي وروسته له واده هم هماغه اړیکه باید وساتي.
باجلان د مجازي نړۍ اغېزه د جوړو پر اړېکې بیان کړه:

مجازي نړۍ د وګړو د سرګرمي سبب شوې، تر هغه ځایه چې د دوی هوش او هواس هېڅ ژوند ته نشته؛ کله چې اړیکې خرابېږي، خبرې یې له جنګ او دعوا سره ختمېږي، نو وګړي له دې موقعیت څخه د تېښتې لپاره مجازي نړۍ ته مخه کوي. وګړي باید د خبرې کولو سم ډول زده کړي، چې وکولای شي د خبرې کولو څخه سمه پایله ترلاسه کړي، کنه نو د احساساتي طلاق نښې ورو ورو د دوی په ژوند کې څرګندیږي او له بده مرغه ځینې وختونه د جوړو د جلا کېدو لامل کېږي.

هغوی زیاته کړه چې د احساساتي طلاق یوه نښه دا ده چې جوړه د ژوند مهمې ورځې هېروي او د دوی خبرې په شخړو پایته رسېږي او ناحل شوي توپیرونه همداسې ناحل پاتې کېږي او کار داسې یوې مرحلې ته رسېږي چې هر یو یې د خپل ژوند خوا ته ځي. د دوی لومړیتوبونه انفرادي کېږي، په یوازې سره مېلمستیا او مسافرت ته ځي او همداسې یې ورځ تر بلې اړیکې کمېږي، او ځینې وختونه د دوی په اړیکو کې د ماشومانو په شاملولو سره ټیم جوړوي، نو پر دې اساس د ورځې په جریان کې که څه هم دا ستونزه سطحي او ساده معلومېږي، خو پر اړیکه یې ژوره اغېزه پرېږدي.