ژباړه او راټولونه صديقه پوپلزۍ
کورنۍ د ټولنې یو ډېر مهم او اړینه رکن دی، چې د څو کورنیو په وسیله یوه ټولنه جوړیږي.
کورنۍ یو ټولنیز بنسټ ته ویل کیږي، یوه ټولنیزه ټولګه ده چې د ښځې، خاوند او ماشومانو څخه جوړه شوې. کورنۍ د هم ډوله بوټو یو ټولی دی.
کورنۍ د ټولنې د ودې لامل ګرځي، ځکه څومره چې کورنۍ ښه وي په منځ کې مینه، صمیمت، اتفاق او اتحاد وي همدا کارونه ټولنې ته انتقالیږي او یوه ښه ټولنه جوړېدای شي.
کورنۍ د ودي او پرمختګ یو ډېر مهم ځای دی، یانې هر کار له کورنۍ څخه پیلیږي، ځکه اساس / ریښه یې کورنۍ ده.
که موږ خپلې کورنۍ کې خوشحاله اوسو، چارې په سمه توګه ترسره کولای شو؛ ځکه چې ذهن مو ارامه وي، د کورنۍ پرته خوښي ډېره سخته ده.
کله چې موږ په کورنۍ کې ملاتړ کوونکې ولرو، کولای شو ډېر لوړو پوړیو ته ځان ورسوو، ځان څخه متمدن انسان جوړ کړو، لامل یې په یوځایوالي او د کورنۍ په اتحاد کې دی.
د کورنۍ په واسطه موږ خپلې ټولې اړتیاوې پوره کولای شو، کورنۍ هر کړنه کې مرسته کوي تل راسره وي او موږ د دوی په وسیله کولای شو خپلې هوساینې ته، ورسېږو.
کورنۍ مو کولای شي موږ له هر ډول ستونزو او بلاوو څخه وساتي، د بې لارۍ مخه مو نیسيمثلا د ستونزو له کبله روږدې نه شو یا هم که ډېر یوازې اوسو نو کېدای شي هر ډول اروایي ګډوډي پیدا کړو، نو د همدې لپاره کورنۍ یانې د ستونزو په مخ کې لکه یو غر زموږ تر شاه دریږي.
کومه هوساینه چې په یوې ښې کورنۍ کې شته، بل ځای نشته خو ځینې وګړي هېڅکله د خپلې کورنۍ په ارزښت نه پوهېږي.
زموږ ستونزه یوازې زموږ کورنۍ حل او په سختو شېبو کې مو ملاتړ کوي. پردي وګړي زموږ ستونزې نشي حلولای.
کومه مینه چې موږ ته کورنۍ راکوي، بل څوک یې نشي راکولای؛ ځکه کورنۍ زموږ سره بې مطلبه مینه کوي او له زړه څخه غواړي زموږ سره اوسي، زموږ ترشاه ولاړ وي او تل مرسته راسره کوي.
کورنۍ یانې مینه!!!