د کوپرې (ناریال) ګټې

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
  • ژباړه او راټولونه: ملیحه ناصري

لوړه او ښکلې ونه، غټې ښایسته پاڼې، ژېړ او نارنجي ګلونه یې دي. په ټولو استوایي سیمو کې یې ونې شته. د خوند تر څنګ ډېرې ګټې هم لري. د ناریال ښکته خوا کې درې سوري دي چې د ناریال سترګې یې بولي. غوښنه یا خوراکي برخه یې سپینه خوندوره او دنننۍ برخه کې تکې سپینې اوبه دي. دا برخې یې هره یوه ځانګړې ګټې لري:

  • ریښه (جرړه): قبضیت کوونکې، مدره او چینجي وژني.
  • پوستکی: مدر (ادرار ډېروي)، بدبوی ورکوي.
  • مغز: خوږ، سړوونکی، غوړ، اشتهاپاروونکی، باء ځواک ډېروي، او انرژي ورکوونکی دی.
  • د کوپرې اوبه: خوږې، سړوونکې، هضم پروسه چټکوي، باء قوه زیاتوي، ادرار زیاتوونکې، انرژي هم ډېروي.
  • د ناریال غوړي: خواږه، د عفونت ضد، حشرې ورکوي، د سر وېښتان قوي کوي، ادرار ډېروي، باء قوه زیاتوي. سربېره پر دې دا ګټې یې ځانګړې دي:

د ناریال یا کوپرې غوړي یوازیني طبیعي غوړي دي چې تاوان نه لري، ګټې یې ډېرې دي، هم خوړل کېږي هم پر پوست وهل کېږي. دنننۍ او بهرنۍ کارونه لري. د مخ د پوستکي د قهوه یي لکو لپاره زښته ګټه لري. د باکټریاوو او ویروسونو ضد غوړي دي، دا ځکه چې لیوریک اسید یا غوړ اسیدونه لري، نو ژر پر پوستکي خپرېږي او جذبېږي. د پوستکي وچوالی، ګونځو، التهاب، ټپونو ته ګټه لري. هغه لکې چې د لمر وړانګو یا د عمر ډېروالي له کبله پر مخ راپیدا شوي وي ورکوي یې. دا غوړي څنګه وکاروو؟
لومړی مو مخ او لاس ښه سوتره په صابون یا بل پاکوونکي ومینځئ، بیا یې وچ کړئ او په دې غوړیو یې غوړ کړئ. څو څاڅکي غوړي راواخلئ او پر قهوه یي لکو (خاپونو)  یې ښه وموښئ، تخته تخته یې مه ماساژ کوئ چې پوستکی تحریک کېږي ښایي دانکۍ پیدا کړي. د سترګو شاوخوا تورو حلقو لپاره همدا غوړي ورو ورو د سترګو شاوخوا وموښئ او ماساژ یې کړئ. که ډېر وخت د لمر وړانګو ته ګرځېدلي یاست، سمدستي چې لرې شوئ، دا غوړي وکاروئ. قهوه یي لکې مو که پر هر ځای وي د ناریال غوړي یې ورکولی شي، خو چې هره ورځ یې وکاروئ.
روغتیایي ګټې یې:
اوبه یې د اسهال له امله د وجود ضایعات پوره کوي. ګلان یې چې وچ کړئ او مستو کې یې وخورئ د ادراري مجراوو تیګې لرې کوي. اوبه یې د لمر له لاسه سر درد تسکینوي. د ناریال زاړه غوړي ټپونه (زخمونه) ډېر ژر جوړوي. په اوبو یې د سر وېښتان ومینځئ، ډېره ګټه ورته رسوي.
که غواړئ چاغ شئ، نو هرومرو ناریال وخورئ. څوک چې مزاج یې ګرم یا تود دی، له لیمو، هندواڼې او تروشو مېوو سره دې وخوري، ځکه ستونزې ورته پیدا کولی شي. ژر هضمېږي نه، نو احتیاط کوئ. ناریال ډېر غوړ دی، نو څوک چې د زړه او فشار ناروغیو باندې اخته دي، باید ویې نه خوري.