کندز کې هغه کس چې د خپلې کورنۍ ۷ غړي یې وژلي وو، ونیول شو

سپینه تجريدي ډیزاین
راپور: بشر درویش

د افغانستان د کورنیو چارو وزات یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي؛ د کندزو ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو هغه کس نیولی، چې تېره شپه یې د امام صاحب ولسوالۍ په “کنم” کلي کې د خپلې کورنۍ اوه غړي وژلي وو.
خبرپاڼه کې ویل شوي؛ پولیسو د دې قضیې تر اطلاع وروسته خپلې ګړندۍ څېړنې پیل کړې، چې په پایله کې يې د دې قضيې په تړاو یو کس نیولی دی.

د پیښې سبب

د کندوز پولیسو د لومړنیو څېړنو له مخې دا پېښه د کورنیو شخړو له کبله رامنځته شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې ویل شوي؛ له دې کس څخه په یاد شوې قضیه کې د لاس لرلو په تړاو د کافي شواهدو د شتون برسېره؛ یو میل کلاشینکوف او یو قبضه تفنګچه هم ترلاسه شوي دي.

افغانستان او کورنی تاوتریخوالی

په افغانستان کې د کورنۍ تاوتریخوالي د پيښو ډولونه ډیر دي، هر ډول یې په پراخه کچه ترسره کیږي، خو تر ډیره له میرمنو سره د کورنۍ تاوتریخوالی یو شمیر پيښې رسنیزې کیږي، هغه هم په هغه کچه نه چې څومره کیږي، ځکه هره ورځ او د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ډیرې داسې بوږونونکو پيښو په اړه اوریدل کیږي، چې خورا ټکان ورکوونکي وي.

د افغان بشر حقونو کمیسیون ۲۰۱۹م په افغانستان کې د بشر حقونو لپاره بد کال بللی او اندیښنې څرګنده کړې وه

د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي ور اخوا خپلمنځي لانجې، د برخې، میراث او نورو مسایلو له امله هم ګڼې پيښې رامنځته شوي چې دا ډول پیښو ته ډیر لاسرسی نه دی شوی. ځکه په ډیرو سیمو کې خلک دا ډول پیښې نه غواړي حکومت پرې خبر کړي یا هلته حکومت لاسرسی نه لري.
خو بیکاري، ناپوهي په ځانګړي ډول له اسلامه په سم ډول نه خبراوی، نه زغم، بد اقتصادي وضعیت، وزګارتیا او یو شمیر نور هغه لاملونه یادیږي چې له امله یې په افغانستان کې ډیر تاوتریخوالی رامنځته کیږي او ان تر سختو دښمنیو او د خلکو تر نابودیو هم رسیږي.
د کندز د پورته قضیې په اړه حکومت بشپړ جزیات نه دي ورکړي، له څیړنو وروسته به ولیدل شي چې پيښه د څه له امله رامنځته شوې ده.
ستاسې په نظر د نه تاوتریخوالی لپاره موږ او تاسې څه کولی شو، یعنې خپله کورنۍ، کلي او ټولنه کې څه دنده لرو؟ راته یې کمینټ کې ولیکئ !