راپور: محمد عزيز پردېس
شمال دوديزه کلنۍ مشاعره هر کال د پسرلي په ګلورين موسم کې د پردېس کلتوري او ادبي ټولنې او کندز مېشته فرهنګيانو په نوښت د کندز ښار په مختلو سيمو کې ترسره کېږي. ياده مشاعره کې د کندز مرکز او ولسواليو په شمول د هېواد مختلفو سيمو او په ځانګړي ډول د شمالي ولايتونو شاعران، ليکولان او د شعر او ادب مينه وال ګډون کوي.
دې مشاعرې ته د پښتنو شاعرانو، ليکوالانو او د ادب مينه والو ترڅنګ د هېواد د نورو قومونو او ژبو فرهنګيان هم په خورا مينې سره ورځي او خپل د زړه بړاس او پيغام د شعر په ژبه ترنورو رسوي.
سږنۍ شمال دوديزه کلنۍ مشاعره هم د سولې او ورورګلوۍ په فضا کې د سولې او پخلاينې تر عنوان لاندې د کندز پوهنتون د اقتصاد پوهنځي په لوی تالار کې ترسره شوه.
مشاعره د قرانکريم د څو سپېڅلو ايتونو له تلاوتولو څخه وروسته د هېواد ملي سرود په غږولو سره پيل شوه.
د پردېس ټولنې ځوان رئيس محمد اسلم رشيدي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ د يادې ټولنې او کندز مېشته فرهنګي ځوانانو څخه مننه وکړه چې يو ځل بيا يې د دې پروګرام په جوړولو کې پوره هڅې وکړې.
دې مشاعرې کې د کندز والي عبدالجبار نعيمي هم ګډون درلود. هغه وویل:
«خوښ یم چې په دې ادبي او پرتمینه غونډه کې ګډونوال یم. زموږ شتمني په سوله، قلم او پوهه کې ده، سوله د ټولو افغانانو ارمان دی، راځئ چې نور جګړې ته د پای ټکی کېږدو او په یوه تلپاتې، ارامه او هوسا افغانستان کې ژوند وکړو.»
د کندز د اطلاعاتو او کلتور رئيس ښاغلي فدا محمد ارزښت خوښي څرګنده کړه چې په داسې یوې ادبي او فرهنګي غونډه کې ګډون کوي. ښاغلي ارزښت د خبرو په پای کې خپل یو څو ښکلي شعرونه هم دکلمه کړل چې د ناستو کسانو لخوا په چکچکو ونازول شو.
همدارنګه د مختلفو دولتي ادراو او شخصي بنسټونو استازي په خپل وار سره دريځ ته راوغوښتل شوه، يادو کسانو د ويناوو ترڅنګ خپل انتخابي اشعار هم ګډونوالو ته واورل.
دې مشاعره کې د بغلان، تخار، کابل او کندز مختلفو شاعرانو خپل اشعار په ښکليو اندازونو سره ګډونوالو ته وړاندې کړل.
هېره دې نه وي چې د مشاعرې په جريان کې د کندز د تکړه او مخور سپين ږيري شاعر استاد لعل محمد ګلستانې څلور شعري ټولګې ( کرکه، د شهیدانو کاروان، د څلوریزو ډالۍ او ستړی ژوند ) هم مخکتنې ته وړاندې شوې او ياد کتابونه د غونډې په پای کې په ګډونوالو ووېشل شول.
ياد څلور کتابونه د پردېس خپرندويې ټولنې په زيار او کوښښ د چاپ په ګاڼه سينګار شوې دي.
پردېس کلتوري ټولنه په په کندز کې د نورو فرهنګي ټولنو ترڅنګ د ادب او فرهنګ په برخه کې له ۱۱ کلونو راهيسې فعاليت کوي.