راپور: بشر درویش
په کونړ کې د باغدارۍ سکتور د ودې او د خلکو لیوالتیا په زیاتېدو اوس په دې ولایت کې ورځ تربلې دودیزه کرنه په سوداګریزې کرنې بدلیږي.
دا ولایت چې کرنې لپاره ښه اقلیم لري او زیات شمېر وګړی یې د کرنې او مالدارۍ له لارې د ژوند اړتیاوې پوره کوي.
د کونړ ولايت مقام د مطبوعاتو مسوولينو ويلي؛ د دولت له لوري د سربندونو او ویالو په جوړېدو، د لمریزې برېښنا پرمټ د اوبه خور سستم فعالولو، بزګرانو د پوهاوي کچې لوړېدو، اصلاح شویو تخمونو او کېماوي سرو په ورکړې ورځ تربلې کرنیز محصولات په زیاتېدو دي.
د کونړ والي عبدالستار ميرزکوال وایي په تیرو څو کلونو کې د دولت او خصوصي سکټور په همکار په دې ولایت کې په شاو خوا درې زره جرېبه ځمکه کې باغونه جوړشوي او د پراختیا په حال کې دي.
نوموړی وایي:
«د کرنیزو محصولاتو د طرحې عملي کېدو په موخه یي موده وړاندې د کرنې وزارت په مالي مټ د سبزیو وچولو، پیازو او الوګانو د ساتلو د ۱۱۰ خونو د جوړېدو چارې پیل کړي او هڅه یې داده چې په دې ولایت کې د میوو بسته بندۍ مرکزونه او د ساتنې لپاره یې سړې خونې جوړې کړي.»
د رسنيو دفتر ويلي؛ که څه هم د دولت او مرستندویه موسسو له لوري د وړاندې شویو خدماتو په اساس د کرنیزو محصولاتو کچه لوړه شوې، خو په لیرې پرتو سیمو کې زیات شمېر کروندګر لا اوس هم د کرنیزو ماشینونو او عصري کښت سره آشنايي نه لري.
په مرکزي سیمو کې د کرنیزو محصولاتو په زیاتیدو اوس کروند له حکومت غواړي چې د محصولاتو ساتنې او بازار موندې په برخه کې ورسره همکاري وکړي.