کېم جون اون د سپینې مانۍ ویاندې ته سترګک وهلی؛ ټرمپ وايي، درباندې مئین شوی

سپینه تجريدي ډیزاین
ژباړه: نسیمه محمدي
د راپورونو پر اساس، سارا سندرز، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ پخوانۍ ویاندې، خپل د خاطراتو په کتاب کې، په سپینه مانۍ کې د کار کولو، ولسمشر او د ټیم په اړه لیکلي دي.
د سپینې مانۍ پخوانۍ وياندې د خاطراتو په نوي کتاب کې جنوبي کوریا ته د امریکايي هيئت د سفر په اړه یادونه کړې او د کوريايي ولسمشر د سترګک او د ټرامپ د شوخۍ په اړه خبرې کړې دي.
سندرز په خپل کتاب کې راوړي:
په یوه غونډه کې ځانته د کیم جون اون لیدلو ته متوجه شوم، چې خپل سر یې وخوځوو او ما ته یې سترګک وواهه. وروسته مې دا موضوع د امریکا ولسمشر او د سپینې مانۍ د ساتونکو رییس ته وویله. ټرامپ او کلي دواړو وخندل.
ولسمشر ټرامپ، د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جون اون له سترګک وهلو وروسته هغې ته ویلي:
” د کیم جون اون زړه تاسره بند دی. هغه حتما په تا ميئن شوی، ته باید شمالي کوریا ته لاړه شې او زموږ په خاطر قرباني ورکړې.”
سارا سندرز د ۲۰۱۷ – ۲۰۱۹م راهیسې د دوو کلونو لپاره د ټرامپ سره کار وکړ. نوموړی د رسنیو د برېدونو او پرېکړو په وړاندې د ټرامپ څخه په فعاله توګه دفاع وکړه. هغه د تکړه سیاستمدار او جمهوري غوښتونکي، مایک هاکبي لور ده، چې د آرکانزاس د والي په توګه دنده تر سره کوله. پخپله سندرز د ځوانۍ له وخته د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند څخه ملاتړ کړی دی.
د سپینې ماڼۍ د پخوانۍ ویاندې سارا سندرز کتاب، چې تمه ده د راتلونکې سه شنبه په ورځ بازار ته وړاندې شي، د “خپل ځان ته خبرې کول” تر سرلیک لاندې دی، ګاردین ورځپاڼې یوه نسخه تر لاسه کړې ده.
دا کتاب د دې پر ځای چې زیاتره افشا کوونکې بڼه ولري، زیات د امریکا ولسمشر ته د یوې ژمنې/ وفادارې پلوې په توګه، ویاړنه ده.

1 Comment

Comments are closed.