ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش
ماشومان که غږیدای شي کنه، خو وخت په وخت نارامه کیږي، ژاړي، شور کوي او چېغې وهي.
دوی یا د ناروغۍ له وجې داسې کوي، یا د ځینو غوښتنو د پوره کیدو لپاره فریاد کوي.ث
د دوی د ارامولو مختلفې لارې دي، ځینې به یې درمعلومې هم وي.
معمولا زموږ خلک د ماشومانو د ارامولو لياره له دودیزو لارو ګټه اخلي.
څوک خپل ماشومان ملا ته بیایي، څوک یې په زانګو یا غېږ کې زنګوي او څوک له نورو لارو ګټه اخلي.
دلته د ماشومانو د شور و ځوږ په هغو لاملونو غږیږو، چې د ماشوم د ارواپوهنې پوهانو څېړلي او ځینو پایلو ته رسیدلي.
ولې چېغې؟
ماشومان ډېرځله ځانته د مور و پلار د پام اړولو لپاره چېغې وهي. ځینې یې د چېغو وهلو پروخت کوم شی غواړي، خو دا یې د مور و پلار کمال پورې اړه لري، چې پرې پوه شي.
د ماشومانو دا هم خوښیږي، چې د چېغو پر وخت د خپل غږ قوت ثابت کړي.
څه ورسره وکړو؟
پر چغیدونکي ماشوم د ارامولو لپاره یې چېغې وهل معقول کار نه دی؛ چېغې وهل پرې دا مانا لري چې تاسې ورسره په شور و فریاد کې سیالي کوئ.
د ماشوم د چېغو وهلو پر وخت ښه کار د شرایطو بدلول دي. له شرایطو هدف هغه لاملونه دي چې دوی چئغو وهلو ته هڅوي.
تاسې یې یا ځای بدل کړئ، یا یې د خوښې وړ یو شی ورکړئ، یا یې د کورنۍ کوم داسې غړي ته وسپارئ چې ماشوم خاصه مینه ورسره لري.
نورې مشورې
– تاسې تل له خپلو ماشومانو سره نه شئ پاتې کیدلای.
هڅه وکړئ چې خپل کارونه داسې ترتیب کړئ څو له کوره وتو نه مخکې د ماشومانو له استراحت او خوراک څښاک څخه ډاډمن شئ.
– ماشومان هوټلونو ته یوسئ، دوی په ارامو ځایونو کې لږ شور او نارامي کوي.
– يه کورکې ترې وغواړئ چې خپل غږ ټیټ کړي. که د خوشالۍ له وجې چېغې وهې، پرې یې ږدئ.
– له ماشوم سره د شور و فریاد پر وخت تاسې په ټیټ غږ وغږیږئ.
– د چېغو پر وخت ماشوم سره یوه لوبه شروع کړئ. يه دې ډول چېغې پریږدي او تاسې سره مصروفیږي.
– ماشوم نه د چېغو وهلو دلیل وپوښتئ، ځکه کیدای شي د ګڼې ګوڼې په یوه ځای کې هغه د خلکو د زیاتوالي له وجې نارامه وي او چېغې وهي.
– که فکر کوئ چې ماشوم بهانه جوړوي او اصلا د کومې غوښتنې د پوره کیدو لپاره چېغې وهي، ورته ووایئ چې په ستونزه یې پوهیږئ او غوښتنه به یې پوره شي.
– په یوې سرګرمۍ یې بوخت کړئ، یا ورته د ماشومانو یوه سندره شروع کړئ، یا ورته کومه په زړه پورې کیسه شروع کړئ، یا بل داسې څه چې هغه سمدستي مصروفولای او کرارولای شي.