ليکنه: عرفان لمر
يو له هغه عواملو څخه چې ناروغ دې ته اړ باسي چې روغتياپال ته ورشي د پښتورګو درد دى.
د پښتورګو ډبرو جوړښت بيلابيل عوامل لري لکه کم تحرکيت، د وجود د اوبو کموالى، د کلسيمي دواګانو زياد استعمال، د تايرايد غدې ناروغۍ او داسې نور …
ځيني لارې شته چې د ډبرو له جوړښت مخنيوى او يا د هغو په دفع کولو کې مرسته کوي.
١ – د مايعاتو زياد استعمال په خاص ډول د اوبو استعمال هغه اوبه چې لومړى جوش او بيا سړې شوي وي او يا هم تصفيه شوي وي.
٢ – هغه کسان چې د اګزالاتي ډبرو څخه کړيږي، هغوى دې د ګاز لرونګو نوشابو، پروتيني خوړو، کافيئين لرونکو موادو، پالکو او ډيرې مالګې څخه ډډه وکړي او پر ځاى دې له هندواڼې، بادرنګ، تره تيزک، نعنا، ګشنيز، انګورو او د ستروس کورنۍ ميوې ډير استعمال کړي.
٣ – د خرما زړي داسې ويشوئ چې نيمايي اوبه وچې کړي، په نهاره يې وڅښئ، په مسلسل ډول او يا هم د جوارو څڼې وېشوئ په نهاره يې مسلسل استعمال کړئ.
٤ – د مغيلانو ازغي تر هغه وخت ويشوٸ چې نيمايي اوبه اوچې کړي، سهار په نهاره يې استعمال کړئ.
٥ – د ګيلاسو زړي ويشوئ په نهاره يې نوش جان کړئ ګټه رسوي.
٦ – سهار چې له خوبه پاڅېږئ څلور ګيلاسه نسبتا ګرمې اوبه وڅښئ او منډه ووهئ، د پړي لوبه وکړئ، چې د کوچنيو تيږو په غورځېدلو کې رول لري.