مَنسَف؛ د پخلو طریقه یې دلته ولولئ

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
ژباړه: نسیمه محمدي

مَنسَف (Mansaf) یو ډول عربي خواړه دي. په اصل کې د اردن هېواد سیمه‌ییز خواړه دي، خو په نورو هېوادونو کې، لکه فلسطین، سوریه، عربستان او…. کې هم دود دي.
دا خواړه له سرې غوښې چمتو او نامتو اردني خواړه دي. منسف د عربي هېوادونو د لرغوني دود برخه او د اخترونو لکه د روژې اختر خاص خواړه دي. په اصل کې یې نوم د خوړو د چمتو کولو طرز ته ګرځي، چې لومړی په لویو لوښو کې اضافه او وروسته د روژه‌ماتي یا اختر په ورځو کې، پر مېلمنو وېشل کېږي.
دا خواړه د پلو سره چمتو کولی شو. د دې عربي خوړو چمتو کولو لپاره اصلي مواد د وزې سره غوښه ده، چې د نورو خوندورو موادو سره یو ځای چمتو کېږي. دلته ویل شوي مواد د څلورو تنو لپاره دي، خو که تاسې د لویو مېلمستیاوو او زیات شمېر مېلمنو لپاره منسف چمتو کوئ، د مېلمنو د شمېر سره سم مواد زیات کړئ.
download (1).jpg
اړین توکي
سره غوښه- ۳۰۰ ګرامه
متوسط پیاز- ۱ دانه
هګۍ – ۱ دانه
مستې – ۱۰۰ ګرامه
کوچ – ۱۰۰ ګرامه
زعفران – یوه قاشقه
هوږه – یوه حبه
د بادام خلال – ۵۰ ګرامه
مالګه او سره مرچ- د اړتیا په اندازه
کړنلاره
غوښه له وینځلو وروسته وړه او د کوچو سره په کړايي کې سره کوو.
وروسته ټول مواد او اوبه وراضافه او پرېږدو چې غوښه د ملایم حرارت سره پخه شي.
پیاز واړه واړه میده او کړايي ته اضافه کوو.
په یو بل لوښي کې، مستې په ملایم اور ږدو، له څو دقیقو وروسته هګۍ او مالګه هم مستو ته اضافه کوو.
اوس اور مړ او د مستو مخلوط د غوښې سره یو ځای کوو. له پنځلس دقیقو حرارت وروسته، غوښه له اور ښکته کوو.
د چمتو شوي پلو سره یې ډیزاین ورکوو.
خواړه چمتو دي. نوش جان مو!
667657429-talab-org.jpg