ژباړه: بشر دروېش
خوشاله ژوند د ټولو انسانانو یو ګډ ارمان دی، خو د دغه ارمان په پوره کولو زیات خلک نه بریالي کیږي.
د خوشاله ژوند د لارو چارو په اړه به زرګونه کتابونه لیکل شوي وي او لا به ولیکل شي.
د هغو ځینې به مو لوستي وي، یا به یې لولئ، خو دلته د یوه عمر خوړلي (۸۰کلن سړي) هغه سپارښتنې درسره شریکیږي، چې د خوشاله ژوند لارې چارې پکې بیان شوي دي:
– په قاطعیت سره روغبړ وکړئ.
– د خلکو څېرې د هغوی له سترګو وپېژنئ، سترګې دروغ نه شي پټولی.
د حمام پر وخت د خپلې خوښې سندرې ووایئ.
با کیفیته موسیقي واورئ.
په مبارزه کې اول ګوزار تاسې وکړئ، ښه کلک یې وکړئ.
– رازونه مو چا ته مه وایئ.
– هیڅکله ماتې مه منئ، معجزې هروخت پېښیدای شي.
– هغه لاس ته تل لاس ورکړئ، چې ستاسې خوا ته غځول کیږي.
– تل زړور اوسئ، حتا په هغه وخت کې چې وېریدلي یاست، د زړوړتیا اکټ وکړئ.
– ساده او داسې ژوند وکړئ، چې هرکله یې وکړای شئ.
– چا ته پېغور مه ورکوئ، کنایې ویل ښه نه دي.
– د ژوند ملګری/ ملګرې په دقت وټاکئ. دا ستاسې ۹۰ سلنه خوښۍ تضمینولای شي.
– ځان عادت کړئ، چې د یوه پردي کس په توګه نورو سره مرسته وکړئ.
– هغه کتابونه نورو ته قرض ورکړئ، چې پوهیږئ بیا یې نه لولئ.
– د چا هیله له هغه څخه مه اخلئ، کیدای شي دا یې یوازینۍ شتمني وي.
– که ماشومانو سره لوبې کوئ، پریږدئ چې هغوی ګټونکي شي.
– خلکو ته دویم چانس ورکړئ، خو درېیم نه.
– کوښښ وکړئ، چې رومانټیک اوسئ.
– همېش مثبت فکر وکړئ او همداسې فکر لرونکو سره نیږدې اوسئ.
– بدلون منونکي او متفاوت اوسئ، کلیشه یي ژوند خوند نه کوي.
– دوستانو سره وینئ، یوازې ټلیفون د اړیکو وسیله نه ده.
– له بایلې مه وېریږئ او خوا مه ورته بدوئ.
– بریالیتوب هدف وټاکئ،یانې په هرحال کې فکر وکړئ، چې ګټونکي شئ.
– دوستانو ته د کوم راز په ویلو څو ځله فکر وکړئ.
– که چا په غېږ کې ونیوئ، پریږدئ چې خپله مو بیا خوشې کړي.
– بې کبره اوسئ.
– د شاته تګ پلونه مو مه نړوئ، کیدای شي د ورګرځیدو اړتیا مو ورته پيدا شي.
– داسې ژوند وکړئ، کومسې چې غواړئ د قبر په شناخته مو په اړه ولیکل شي.
– که مو څوک خوښیږي، ورته ووایئ. دا چانس له لاسه مه ورکوئ.
– هیڅوک هرڅه په یوازې ځان نه شي کولای، هغه خلک مه هېروه، چې مرستې یې درسره کړي.
– د ژوند او کارونو په اړه مو خپله لیدلوری ولرئ، مه پریږدئ چې نور ستاسې په اړه پریکړې وکړي.
– که کوم دوست یا خپلوان په روغتون کې بستر وي، حد اقل د څو دقیقو لپاره یې لیدو ته ورشئ.
– هر سهار د خوښې یوه سندره مو واورئ.
– وخت په وخت ښایسته منظرو ته ورشئ.
– هغوی ته چې ورته مهم یاست، وخت په وخت احوال یې واخلئ.
– ټلیفوني اړیکو ته په مثبته انرژۍ ځواب ووایئ.
– د یادښتونو کتابچه ولرئ، کیدای شي میلیوني فکرونه درته راشي او له یادښت کولو سره ضایع نه شي.
– ټولو ته چې کار او زیارباسي، درناوی وکړئ. مهمه نه ده چې دنده یې څه ده.
– هغوی چې مو خوښیږي ګلان ورته ډالۍ کړئ. دلیل یې مهم نه دی، بیا به ورته یو دلیل پیدا شي.
– د یوه کس لپاره حتماً اتل شئ.
– مینه داسې وپالئ لکه واده مو چې ورسره کړی وي.
– د خپلو کمزوریو پرځای د قوت نقطې وشمارئ او خوشاله ژوند وکړئ.
– که چېرته مېلمانه شوئ، د خوړو ستاینه وکړئ.
– په موټر کې تلونکو زده کوونکو ته لاس وخوځوئ.
– د دندې پروخت مه هېروئ، چې ۸۰ سلنه بریالیتوب مو نورو سره د ښو کاري اړیکو په لرلو کې ده.
– له ژوند نه د عادلانه توب د هیلو پرځای هڅه وکړئ، چې ژوند عادلانه شي.