ژباړه
يو خوشبينانه اند لرل کولاى شي ژوند د پام وړ اوږد کړي. دا هغه پايله ده چې د بوستون پوهنتون طبي انستيتيوت ورته رسېدلىى دى. هغوى وايي چې مثبت اندي هغو څېزونو په اړه چې شاوخوا مو پېښېږي، د “اوږد استثنايي عمر” تر ٨٥ کلنۍ پورې رسېدو ته يو له مهمو شرايطو دى.
د Express په حواله، ٦٩.٧ زره ښځينه او ١.٤ زره نارينهوو په دغه څېړنه ګډون وکړ. څېړونکو يوه ډله نږدې شل کاله تر څار لاندې ونيوله، بله ډله يې د ٣٠ کلونو لپاره، هغوى د رضاکارانو د خوشبينۍ کچه ارزوله. څرګنده شوه چې مثبت اندي وګړي په منځني ډول تر ١٥% زيات عمر کوي. هغه ګډون وال چې راتلونکې ته بد بين وو، په لوړ ګمان ٧٠% يې ٨٥ کلنۍ ته نه رسېږي.
پروفيسور اپيدمولوژي Fran Grodstein په دې اړه وويل:
“بايد د خوشبينۍ د اهميت په اړه څېړنه ترسره شي. خو د خوشبينۍ او روغتيا ترمنځ اړيکه ښکاره او څرګنده ده.”
څېړونکي انګېري، چې خوشبين خلک اوږد عمر لري، ځکه د اسټرېس پر وړاندې ښه مبارزه کولاى شي. پر دې سربېره، دا کسان زيات ورزش کوي او لږ سېګرټ څکوي.
انګليسي روغتياپالانو ژوند ته په مثبت نظر کتلو لپاره شپږ ټکي وړاندې کړي، چې د دې کار لپاره اړين دي.
١ – د اسټرېس/ خفګان د کچې کمول.
٢ – هغه چارې چې خوښېږي مو، ترسره کړٸ.
٣ – د عزت نفس ښه والى.
٤ – سالم ژوند ولرٸ.
٥ – خپلې تجربې له نورو سره شريکې کړٸ.
٦ – او ثبات د رسېدو لپاره.