تازه خپرو شویو راپورونو کې ویل شوي چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال جنرال خوشحال سعادت له خپلې دندې ګوښه شوی دی.
سرچینو ویلي چې د ښاغلي سعادت پرځای ډګر جنرال عبدالصبور قانع ټاکل شوی دی.
د حکومت چوپتیا
ارګ یا د حکومت کومې بلې سرچینې تر اوسه ښکاره نه دي ویلي چې وروستی تغیر رښتیا دی او کنه. خو له څو ورځو راهیسې د خوشحال سعادت د لرې کیدو اوازې خپریدې.
په افغانستان کې عموماً ډیرې همداسې اوازې په پای کې رښتیا شوي دي، دا چې دا به رښتیا وي او کنه وروسته به معلوم شي.
خوشحال سعادت څنګه مشهور شو؟
جنرال خوشحال سعادت شا او خوا کال وړاندې د ستر امنیتي مرستیال په حیث پر دنده ګمارل شوی وو. هغه چې ځوان دی، له خلکو سره د رسنیو، ټولنیز بحثونو او بیلابیلو پرواګرامونو له لارې په تماس کې و چې له همدې امله یې هم شهرت پيدا کړی دی.
خو تر ټولو ډیر د شهیدانو اوونۍ نمانځلو په ورځو کې چې هر کال په افغانستان کې نمانځل کیږي، وروسته له هغې ډیر مشهور شو چې ځانګړو ځواکونو ته یې امر وکړ، څو پر دغه ورځ ډزې کوونکي، ګډوډۍ جوړونکي او نور د عام نظم ګډوډوونکو مخه ونیسي.
د یادې اوونۍ د تیر ځل نمانځلو پرمهال افغان ځانګړو ځواکونو د هغو نمانځونکو سره توند چلند وکړ چې د سرتیرو له امر یې نافرماني کوله، چې دې کار د افغانستان د حکومت اجرایه رییس عبدالله عبدالله منفي غبرګون هم راپارولی و او دا کار یې غیرې انساني بللی وو.
ترڅنګ یې په پلچرخي پله لار کې د یوه پارلماني وکیل له ګاردانو سره د پولیسو تر شخړې وروسته د وکیلانو له لورې په نیمه شپه کې د کورنیو چارو وزیر پارلمان ته وربلل او پر ښاغلي سعادت نیوکې ددې باعث شوې چې نوموړی په ډیرو خلکو کې لا محبوب کړي.
د سعادت نوې دنده
ویل شوي چې ښاغلی سعادت د ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې د مشر په حیث ټاکل شوی دی.
او ښاغلي قانع چې اوس د خوشحال سعادت ځای ناستی بلل کیږي، شا او خوا کال وړاندې د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال په حیث ټاکل شوی وو.
د خلکو غبرګون
د خوشحال سعادت له د لرې کیدو له اوازو راهیسې پر ټولنیزو شبکو سخت غبرګونونه راپاریدلي ول. دا چې تیره شپه دا خبره لا ډیر ګرمه او ځینو رسنیو ولیکل چې پټو حکومتي سرچینو دا موضوع تائید کړې، نو د خلکو غبرګون لا توند شو.
ډیرو خلکو پر ولسمشر اشرف غني نیوکه کړې چې پر ښاغلي خوشحال سعادت یې معامله کړې او هغه یې له دې دندې لرې کړی دی.
ځینو ویلي چې دا د هغو کړیو کار دی چې له ولسمشر غني راتاو دي او کوښښ یې کاوه چې ښاغلي سعادت له دندې لرې کړي.
د ټولنیزو شبکو کاروونکي وايي چې ښاغلي سعادت د کورنیو چارو وزارت ته نوې ساه ورکړه، قانون ماتوونکو سره یې سخت چلند وکړ او په خپله دنده کې په ښه بریالیتوب سره مخته روان وو.
خو ځیني نور بیا دا لوړ نظامي تصامیم بولي او وايي چې شاید دا د حکومت خپله پالیسي وي او پوهیږي چې څه وکړي.
دا چې دا تغیرات به څومره رښتیا وي، نور کوم بحثونه او تغیرات به ولري، وروسته به معلوم شي.