هغه ټکي چې په زړه پوري ژوند لپاره مهم بلل شوي

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه: محمد عزيز پردېس
که هيله لرئ چې له ژوند څخه مو رضايت ولرئ او ځان مو د خوښيو لوړو پوړونو ته ورسوئ، څه بايد وکړئ؟ ځواب ډېر ساده دی. د دې پوښتنو ځواب يوازې له يو کس سره دی، خو پوښتنه بيا هم دا ده چې هغه څوک دی؟ پرته له شکه چې هغه تاسو خپله ياست. هو! يوازې تاسو خپله کولی شئ چې د ځان لپاره څه ترسره کړئ. په همدې هکله دلته تاسو ته ۵ لارښوونې وړاندې کوو:
۱) ځان سره مو بايد مينه ولرئ.
د ژوند ترټولو سخته مسائل هغه دي چې تاسو د يو بل چا لپاره خپل ځان کم راولئ او د بل په مينه کې ځان هېر کړئ. دا په ياد ولرئ چې تاسو هم يو مهم فرد ياست. د وروستي ځل لپاره چې تاسو ته يو چا وويل چې تاسو هماغه څه ياست د همدې لپاره مينه درسره لري، کوم وخت و؟ د وروستي ځل لپاره چې کوم کس تاسو ته وويل چې تاسو دا کار ښه ترسره کړی دی، څه وخت و؟ يا هم د وروستي ځل لپاره چې تاسو يو چا هغه ځای ته بيولي ياست چې ستاسو خوښېده کوم وخت و؟ او د وروستي ځل لپاره چې هغه (کس) تاسو خپله وئ، کوم وخت و؟
۲) مه پرېږدئ چې نور مو په اړه تصميم ونيسي.
ځيني وختونه بايد داسې ژوند وکړئ چې دا درته مهمه نه وي چې نور ستاسو په اړه څه فکر کوي او ځان ته مو دا ثابته کړئ چې له هغه څخه غوره ياست چې نور مو په اړه تصور کوي.
۳) غوسه تاسو له منځه وړي، نه هغوی.
نور وبښئ او ترې تېر شئ، حتی که مقابل لوری د دې په هڅه کې هم نه وي چې له تاسو بښنه وغواړي.
دا کار د هغوی لپاره مه ترسره کوئ، بلکې د ځان لپاره يې ترسره کړئ. کينه او غوسه، خوښي له منځه وړي. دغه اضافي سټرس مو له ژوند څخه لرې کړئ.
۴) تاسو يوازې نه ياست.
تاسو يوازې نه ياست، ټول ستونزې لري. دا چې دومره څوک نه وي چې تاسو ورته خپله ستونزې بيان کړئ، دا چې ځيني ځيني درپسې حق او ناحق خبرې کوي، کله ناکله د يوازيتوب احساس کوئ، په ازموينه کې د ډار احساس… دا ټول هغه څه دي ټول خلک ورسره مخ کېږي او تاسو پکې استثنا نه ياست. په دې اړه مو ځان مه ملامتوئ.
۵) اوس هم ډېر څه لرئ چې بايد شکر پرې وباسئ.
دا چې نړۍ له ستونزو او کړاوونو څخه ډکه ده، خو بيا هم ډېر پياوړي او غښتلي کسان شته چې پرې برلاسي کېږي. ځيني وخت بايد هغه پېښې هېرې کړئ چې ورسره مخ شوي وئ او د هغو څيزونو په اړه فکر وکړئ چې لرئ يې او شکر پرې وباسئ. حتی که شرایط ستونزمن هم شي، بيا هم بايد راتلونکې ته هيله من واوسئ. همدا تېره شپه په ولږه ويده شوي نه ياست، د خوب لپاره مو ځای درلود، د نن سهار لباس مو خپله انتخاب کړی دی، د څښلو اوبه شته، روغتايي امکاناتو ته لاسرسی لرئ، کولی شئ چې لوستل او ليکل وکړئ… دا په ياد ولرئ، هغه څه چې لرئ پرې شکر وکړئ.