خرقه شریفه یو له مشهورترینه او مهم ترینو زیارتونو څخه دی ځکه چې د حضرت محمد ص اثار پکي دي او دا خرقه شریفه په قندهار کې ده. په دې زیارت کې یوه خرقه ساتل کیږي چې د محمد ص ګڼل کیږي، دا چې څنګه تر قندهاره ورسېده اوږد تفصیل لري.
وایي چې دا هماغه خرقه ده چې حضرت محمد ص خپله خپل په لاسونو ګنډلې ده، او وروسته له مړیني نه یې د وصیت له مخي امام علي (َع) خرقه یې ویس قرني ته ورکړه تر څو یې واغوندي.
دده له مړیني نه وروسته خرقه یې د حرا په غار کې کېښوده تر یو څه وخته هلته امانت پرته وه او ساتنه یې کېدل، ترڅو چې یو له صالیحینو څخه د (شیخ دوست محمد) په نامه خرقه یې د مکه څخه بغداد ته نقل کړه، بیا وروسته فیض اباد بدخشان ته یوړل شوه او هلته ځانګړې زیارت ورته جوړ شو چې تر نن شته.
په کال ۱۱۸۱ق په افغانستان کې د دراني سلسلې موسس احمد شاه بابا د خپل سلطنت په ۲۲ کال کې امر وکړ ترڅو د بدخشان څخه خرقه قندهار ته چې د خپل د حکومت مرکز ټاکلی وو نقل کړي.
د خرقې شریفي د نقل څخه معلومیږي چې ټولو خلکو ته ډېر اهمیت درلودی. هغه په دې هکله لیکي، چې د راوړلو په وخت کې یې د شتر په شاه کې لیږدوله، لاره کې به هیچا ددې اجازه ندرلوده چې ددې شتر نه مخکې لاړ شي او نه هم ددې اجازه چې په شتر باندې کیني، هرځای کې چې کتل کیږي داسي فرش به اوارولو چې هیڅ چا ورڅخه ګټه نه وي اخستي او صندوق به د هماغه په سر ایښودل کیده. په هرښکته کولو کې صدقه او خیرات کول او د صدقه په توګه به لیک لیکئ او هماغه شتر باندې یې ځوړنډوی چې لیکلي به وه چې په دې شتر خرقه شریفه نقل شوې نو دده په ځای بل هیڅوک حق نه لري چې کیني یا هم بار یوسي خو که د خیرات په توګه یې ذبح کوي بیا پروا نه کوي، په هر شتر چې دا لیکل بیا به چې ازادوی هغه چا چې دا شتر پیدا کوی باید د خرقه شریف او هغه لیک چې یې لیکلي دی باید تصدیق یې کړي د کوم ځایونو څخه چې به دا خرقه او شتر تېرېدی هلته به یې بیرق ځوړنډوی ترڅو هلته څوک قدم ونه وهي.
د لاري مینځ کې خرقه یې یو څه وخت کابل کې پرېښوده چې نن د هماغه ځای څخه هم زیارت جوړ شوی دی. وروسته په ډېر درناوي سره د میدان وردک، مقر، قلات، شهر صفا څخه تېر شو او قندهار ته ورسېد. او په تخمیني توګه خرقه شریفه قندهار ته په ربیع الاول کې په کال ۱۱۸۲ ق ښار ته دننه شو.
دا خرقه په لومړيو کې په (زاره مسجد) چې په کال ۱۱۷۲ ق کې د احمد شاه بابا په امر جوړ شوی وو امانت سره کېښودل شو.
په (سراج التواریخ کې راغلي دي: کوم موقت وخت چې خرقه مبارکه په کابل کې ساتل کېده، د احمد شاه بابا په امر سره قندهار کې لوی ګنبد جوړ شو ترڅو احمد شاه بابا وروسته له مرګه هلته په سر کې ښخ شي او خرقه شریفه هم په لومړي په ځانګړي ځای کې کېښودل شي. وروسته د احمد شاه له مړیني یې هغه یې د ارامګاه په لاندیني برخه کې ښخ کړ، خو د پوهانو د مخالفت له امله ښايي چې خرقه شریفه یې هلته نقل کړې نه وه.
د خرقه شریفي تاریخي کتاب په روابت سره ویلی شو چې د ګنبد جوړول، د احمد شاه قبر او د خرقه شریفي ځای وروسته له دې چې خرقه قندهار ته ورسېده پیل شو. او باید دا په ډېره ښه طریقه جوړه شوې وای خو د احمد شاه بابا د مړیني په علت تر ۱۱۸۶ ق پوري او ددې لپاره چې ګنبد نه وو تکمیل شوی خرقه شریفه په هماغه زاره مسجد کې پاته شوه.
(تیمور شاه) د احمد شاه بابا زوی د خپل پلار د ارامګا د تکمیلېدو سره یو لوی بل مسجد ددې ګنبد څنګ ته د خرقه د ساتلو لپاره جوړ کړ او وروسته له جوړېدو څخه خرقه یې خپل اصلي ځانګړي ځای ته راوړل او تر اوسه پوري خرقه همدلته ساتل کیږي.
ددې خرقه په هکله ویل کیږي چې خرقه له له پشم څخه ډک او ضخیم کالي دي ابي رنګ لري، چې د شترو خالص او نازک پشم څخه جوړ شوی/و لوستني اندازه یې تر لمني لنډ او نظر د انسان اندام ته لنډ ایسي.