ژباړه: حنیفه مومند
ځینې محصولات د هر فرد لپاره په ځینو حالاتو کې ممکن وژونکي وي.
ترکي ورځپاڼه”Sözcü” د امریکا د خوړو او درملو د ادارې په استناد لیکي:
“د کارپوهانو په وینا، که د چرګې هګۍ په ښه ډول پخه نشي، نو د سالمونلا په نوم باکترياوو په سرچینې بدلېدلای شي.“
څېړونکي وايي، دا محصول په ښه توګه ووینځئ او په یخچال کې ايښودلو سره یې تازه وساتئ؛ همدارنګه د خامو هګيو د خوړلو څخه ډډه وکړئ.
مرخېړي هم په دې ډله کې ځای لري، ځکه زیاتره ډولونه یې زهري دي، چې د انسان د مسمومیت او حتا مړينې لامل کېږي. پر دې سر بېره سبزيجات د څيړونکو د پام وړ ګرځېدلي دي. په ځانګړي ډول، کرم، بروکلي کاهو او پالک کولاى شي د اشريشيا په نامه باکتریاوې له ځانه سره ولري.
همدا راز په دې راپور کې متخصصينو د قهوې د زيانونو یادونه هم کړې ده. د قهوې استعمال د غاښونو ژېړېدلو، د اوبو د کمښت او د خوب د ګډوډیو سبب ګرځي.
د کب غوښه هم د خطرناکو خوړو په ليست کې یاده شوې ده. د کارپوهانو په وینا، په زیاته اندازه د سپين کب غوښه د نويو زېږېدلو ماشومانو او جنين لپاره تاوان لرلای شي، ځکه دا خواړه پر عصبي سیسټم منفي اغېز کوي.
د کارپوهانو په باور، ممپلي هم د ځينو کسانو لپاره خطرناک دي. د څېړنو پر اساس، ممپلي د خوړو سره د آلژۍ له امله د مرګ یو له عمده لاملونو څخه دی.