په نړۍ کې ملیونونه خلک د خوب پر مهال له هغو خلکو په عذاب وي او خوږ خوب یې په نارامۍ بدل شي، چې دوی سره په یوه خونه کې ویده کېږي او په خوب کې خرېږي.
انګلیسي کې په خوب کې خرېدلو یا خراري کولو ته سنورېنګ وایي، چې دلته افغانستان کې ډېری خلک په خوب کې دا ستونزه لري او وخت ناوخت خرېږي، چې بیا یې د څنګ ملګري او یا هم د خونې ملګري په عذاب وي او د شپې ارام یې په ناارامۍ بدل شي.
ځېنې کسان بیا له خریدو سره ډېر زیات حساسیت لري او بیا خبره تر دې رسېږي، چې یا خرېدونکی کس راويښ کړي او یا ورته خونه پرېږدي.
ځېنې کسان بیا له هغه کس سره چې خوب کې د خرېدو ستونزه لري، په خونه کې ورسره نه ویده کېږي او هرڅوک ورنه د خوب پر مهال واټن اخلي او بیله خونه کې ترې د ویده کېدو هڅه کوي.
هغو کسانو کې چې خوب کې خرېږي؛ داسې کسان هم شته، چې نورو ملګرو ته وایي زه خوب کې خرېږم، زه بیا بیله خونه کې ویده شم.
دغه نوې وسیله چې سېپټوم نومېږي او خرېدو پرضد وسیله ده، په پوزه کې بندېږي، دا سېپټوم مِنحني ته ورته جوړښت لري، چې منځ کې سره د دایرې په څېر نښتې نه ده، بلکې یو لوري ته یې سرونه پرانېستي دي او پوزه کې د پوزې دېوال یو خوا او بله خوا یې دا سرونه بندېږي او بیا ورسره خوب کوونکي ویده کېږي.
لکه څنګه چې د دې آلې شکل په انځور کې وینئ:
سېپټوم خپله په طبي اصطلاح د پوزې په منځ کې هغه د بیلتون دیوال ته وایي، چې د پوزې دوه سوري یې سره بیل کړي دي.
په خوب کې زیات خرېدونکي کسان څوک دي؟
هغه کسان زیات خرېږي، چې وزن یې زیات وي، خېټې یې غټې وي او ساه بندي ولري.
ځېنې کسانو ته دا عمل په میراث پاتې وي، په کورنۍ کې یې پخوا داسې کس تېر شوی وي، چې هغه به خوب کې ورته ستونزه درلوده.
د خرېدو پرضد سېپټوم یا انټي سنورېنګ سېپټوم یوه کوچنۍ او اسانه وسیله ده، چې یواځې په پوزه کې اېښودل کېږي او خونه کې ارام خوب ته زمینه برابروي.
دا وسیله د سلیکان څخه جوړه شوې ده او پوزه کې اېښودل کېږي.
نوموړې اله د درملو په پرتله ډېره ګټوره تمامېږي، درمل جانبي عوارض لري؛ خو دا وسیله بیا د تاوان پرځای ګټه لري.
دا کوچنۍ آله پوزې ته د هوا په درست ډول ننوتلو کې پوره مرسته کوي او بالاخره تازه هوا وجود ته ورداخلوي او د خرېدو ستونزه ورسره په بشپړ ډول له منځه ځي.
لېنک: