پر خپګان او رخه څنګه برلاسي شو

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري

کېدای شي له تاسو سره هم داسې شوي وي چې د چا خبره درباندې بده لګېدلې او زړه یې درته ځورولی وي. له دې خپګانه د وتلو په خاطر ښايي تاسو هغه کس بښلی وي، خو تر یو څه مودې وروسته بیا یې په کومه خبره ستاسو د زړه سکروټو ته پکه وهلې او اور یې تازه کړی او حالت یې تر پخوا هم خرابه کړی وي.
تاسو څه فکر کوئ چې ځينې وخت ولې څوک نشئ بښلی؟ دې موخې ته د رسېدلو په خاطر باید څه وکړئ؟ یا لنډ یې ووایو د خپل حالت ښه کولو په خاطر باید څه کړئ؟

د دې لپاره باید دوه کاره وشي

الف: بښنه د ډېرو لاملونو له کبله کولی شي د انسان پر روغتیا اغېز وکړي:

۱- رخه/ د انرژۍ بېځایه مصرفول

کله چې د یوه انسان له بله کرکه کېږي، هغه هم چې ورته نږدې کس وي، د انسان ذهن تل د هغه ظلم په اړه پر سوچ کولو بوخت وي چې پر ده شوی وي. دا هغه وخت دی چې د انسان ټول هیجانونه، سوچونه او فکرونه پر یوه خبره څرخي. یانې انرژي یې بېځایه مصرفېږي.

۲- بښنه/ ښه پای

تر هغو چې په ذهن کې مو د هغه کس انځور وي چې موږ یې ځورولي یو، چې دا خبره حل نه شي، نه له هغه/ هغې بېلېدل او نه کسات اخیستل ترې موږ ارامولی شي. د انسان د ذهن ځانګړنه دا ده چې تر څو یوه موضوع ختمه نه کړي، ارامېدلی نه شي. تر هغو چې څوک ونه بښو، کینه او رخه د یوې ناختمې خبرې په توګه زموږ ذهن بوخت ساتي. مخکې تر دې چې نور ارامه کړو، باید ځان ارامه کړو.

۳- له رواني او جسمي ناروغیو لرېوالی

کله چې له چا خپه یو، پرله‌پسې ځان ځوروو چې ولې مو د پلانۍ خبرې/ کار ځواب پلانی رقم ور نه کړ. دا چاره د دې لامل کېږي چې سټرس، وسوسې، اضطراب، ژورخپګان، د معدې ټپ او پر مخ دانکۍ پیدا کړي.

د بښنې په اړه

-بښنه مو په خپله خوښه وي نه مجبوریت.

  • صبر زده کړئ او زغم ولرئ.

  • په بښنه کې مو باید اصلي تمرکز د ځان پر ارامولو وي. تاسو نه شئ کولی مقابل کس ته بدلون ورکړئ.

  • بښنه د تېرو پېښو هېرولو په مانا نه ده. رښتیا خو دا دي چې د ژوند پېښې، پېښې شوي او نه هېرېږي.

  • بښنه کې پر چا منت مه ږدئ. بښنه ستاسو خپله ټاکنه وه.

  • ارواپوهنه وايي چې د اوږدمهاله کینه‌يي کس د زړه خپګان د درملنې یوازینۍ لار دا ده چې لومړی کس، دویم کس وبښي او له بدو یې ور تېر شي. دا کار به د زړه له کومې کوي.

  • ارواپوهنه څرګندوي چې منفي احساسات مو مه پټوئ. ځينې کسان وايي: “زما له هېچا کرکه نه کېږي.” همدغه د هېچا کلمه کارول ناشونې ده. ارواپوهان وايي، هغه کسان چې (هېچا، هېڅکله، ابداً، هېڅ وخت…) کلمې کاروي، اصلاً تر نورو د دوی په زړه کې پخوانۍ او ژوره رخه/ کینه ځای شوي وي چې دوی له دننه خوري. په کینه ځان مه ځوروئ، کېنئ ریښه یې پیدا او جرړې یې له مینځه یوسئ چې راحت شئ.

  • د مقابل کس پر محدودیتونو لږ تمرکز وکړئ، در په زړه کړئ چې هغه کس چې تاسو یې خپه کړي یاست، ایا هغه وخت اړ نه و؟ ایا خپله په ستونزو کې راګیر نه و؟ ایا ستاسو کوم کار هغه ته پخوانۍ ترخه یادیزه نه ده وریاده کړې؟

کېدای شي مقابل لوری به پخپله کومه ستونزه کې ګیر و چې تاسو ته یې هم زیان دراړولی دی.
-مقابل لوري چې تاسو ځورولي یاست، راساً له اسمانه نه دی رالوېدلی، خامخا یې لومړی ملګرتیا درسره کړې، بیا درته نږدې شوی/ شوې، یانې هرومرو کومه ښېګڼه یې درلوده چې تاسو یې ملګرتیا منلې وه. اوس کېنئ پر ښېګڼو یې فکر وکړئ، ایا هېڅ ښه‌توب یې وجود کې نه شته چې ویې بښئ؟
-کله چې څوک بښئ، بیا نو له هغه/ هغې سره په لاس ورکولو او روغبړ کولو کې دوه‌زړي کېږئ مه، پرې ورشئ، خو که بیا هم ونه شو، غوښتل مو چې لومړی هغه وړاندې شي، نو ملګرو ته مو په یو ډول ښکاره کړئ چې ستاسو اشتي او پخلاینې ته زړه شوی چې هغوی مو سره پخلا کړي.