د پاکستاني سیاستوالو د شتمنیو پرتلنه؛ زرداري، عمران خان که نور سیاستوال ډېره شتمني لري؟

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ژباړه: بشر دروېش
سیاستوال په وروسته پاتې او مخ په وده هېوادونو کې د نورې نړۍ برعکس له ترټولو زیاتو شتمنو خلکو څخه دي.
په پاکستان کې چې په فساد ډېر بدنام دی، دا موضوع تر نورو هېوادونو زیاته جدي ده.
د دغه هېواد ډېر سیاستوال په فساد او اختلاس بدنام شوي، خو اوس د صدراعظم عمران خان په اړه ویل کیږي، چې له واک ته رسیدو سره یې د عوایدو کچه کمه شوې.
په دې لیکنه کې د پاکستان د یو شمېر سیاستوالو د شتمنیو پرتلنه کیږي.
سیاستوال که پانګوال؟
د پاکستان ګڼ سیاستوال د سیاست ترڅنګ مختلف کاروبارونه هم لري، چې پراخې پانګونې ورباندې شوي.
په دوی کې پخوانی ولسمشر آصف علي زرداري، چې په فساد کې خورا مشهور او بدنامه دی، یو له ترټولو ډېرو پانګوالو څخه دی.
په ۲۰۱۷ کې د خپرو شویو ارقامو له مخې زرداري د ډېرو املاکو د لرلو له کبله د پاکستان په کچه دویم لوی پانګوال دی.
له زرداري څخه وروسته پخوانی صدراعظم او د فساد په تور له سیاسته شړل شوی نواز شریف د پاکستان درېیم لوی پانګوال دی.
نوي راپورونه
د ۲۰۱۹ په پيل سره د پاکستان ځینو تحقیقي موسسو د خپلو سیاستوالو د شتمنیو په اړه نوي راپورونه خپاره کړي.
دوی د سیاستوالو د تېرو درېیو کلونو عواید پرتله کړي، چې د چا ډېرشوي او د چا کم شوي دي.
د دغو راپورونو له مخې د اوسني صدراعظم عمران خان عاید په ۲۰۱۵ کې ۳۵ میلیونه او ۶ سوه زره پاکستانۍ کلدارې وې.
په ۲۰۱۶ کې د هغه عاید ۱۲ میلیونه او ۹ سوه زرو او په ۲۰۱۶ کې ۴ میلیونه او ۷ سوه زرو ته رسیدلی دی.
دا راپورونه ښيي، چې صدراعظمۍ سره د عمران خان پام د ده شخصي عوایدو ته کم شوی او ورځ تربلې ېې عواید کم شوي.
د شهباز شریف برعکس کیسه
راپورونه ښيي، چې د مسلم لیګ نواز ګوند د مشر او په پارلمان کې د اپوزیسیون د رهبر شهباز شریف عواید ورځ تربلې زیات شوي.
شریف توانیدلی، چې په ۲۰۱۵ کې ۷ میلیونه او ۶ سوه زره ثبت شوې شتمني ترلاسه کړي.
د هغه عاید په ۲۰۱۶ کې ۹ میلیونه او ۵ سوه زرو او په ۲۰۱۷ کې له ۱۰ میلیونو کلدارو هم اوښتی.
د شهباز زوی حمزه په ۲۰۱۵ کې ۱۹ میلیونه او ۱۰۰ زره کلدارې عاید درلود، په ۲۰۱۶ کې دغه عاید له ۲۱ میلیونو او په ۲۰۱۷ کې له ۲۵ میلیونو هم اوښتی.
د زرداري عواید
آصف زرداري په ۲۰۱۵ کې تر ۱۰۵ میلیونو زیات عاید درلود. په ۲۰۱۶ کې د هغه عاید له ۱۱۴ میلیونو او په ۲۰۱۷ کې له ۱۳۴ میلیونو کلدارو اوښتی.
بلاول بوټو
د زرداري او بینظیر بوټو زوی بلاول بوټو زرداري، چې د پاکستان د پیپلز پارټۍ مشر دی، په ۲۰۱۵ کې یې ۲۳ میلیونه، په ۲۰۱۶ کې ۴۷ او په ۲۰۱۷ کې څه باندې ۲۶ میلیونه کلدارې عاید و.
یوازې ثبت شوي ارقام
پورتني ارقام یوازې د ثبت شویو شتمنیو له مخې برابر شوي.
د پاکستان سیاستوال او د نړۍ ګڼ نور سیاستوال ډېروخت د خپلو شتمنیو په رسمي ثبت کې درغلي کوي، چې ځینې وخت رسوا کیږي او تر پوښتنو لاندې راځي.
دا ارقام هم کیدای شي د پردې شاته نورې کیسې ولري، خو چې معلومه به شی كنه؟