راپور: بشر درویش
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره وليدل.
ارګ یوه خبرپاڼه کې ويلي؛ په دې ناسته کې د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله او د هیواد مخکیني ولسمشر حامد کرزي هم حضور درلود.
ارګ وايي، په دې کتنه چې پرون مازیګر په ارګ کې ترسره شوه، د سولې پروسې د راتلونکو اقداماتو په اړه بحث او خبرې وشوې.
ډاکتر زلمي خلیلزاد د سولې پروسې لپاره پاکستان او قطر ته د خپلو وروستیو سفرونو د جزئياتو په اړه معلومات وړاندې کړل وې ویل:
«د امریکا متحدو ایالتونو هڅه دا ده چې له رامنځته شوي فرصت څخه په استفادې په افغانستان کې پایداره سوله ټینګه شي.»
دواړو لوریو د مخامخ مذاکراتو د پیل لپاره د اورکم یا نااعلان شوي اوربند پر دوام ټینګار وکړ او ډاکتر خلیلزاد وویل، د سیمې هیوادونه، نړیواله ټولنه او بین المللي سازمانونه تیار دي چې د سولې د ټینګښت لپاره د افغانستان د هڅو ملاتړ وکړي.
خلیلزاد وویل:
«ما د امریکا متحدو ایالتونو پیغام راوړی دی چې د سولې لپاره د طالب بندیانو خوشې کولو بهیر کې د افغانستان حکومت د زړورو او سختو ترسره شویو اقداماتو مننه وکړم.»
سیاسي اجماع لرو
ارګ خپره کړې خبرپاڼه کې ليکلي؛ ولسمشر غني وویل، د افغانستان حکومت او سیاسیون سیاسي اجماع لري او په یوه غږ یې د جمهوریت دفاع کړې او په افغانستان کې د جګړې پایته رسېدو او د پایداره او باعزته سولې تامین ته ژمن دي.
هغه زیاته کړه:
«دا چې نړیواله ټولنه، بین المللي سازمانونه او دوست هیوادونه د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ کوي، منندوی یې یوو.»
نوموړي په ټینګار سره ويلي، په افغانستان کې سوله او امنیت د سیمې د سولې او اقتصادي انکشاف لامل هم کېږي.