سوله که د افغانستان خلکو ته یوه جدي او ترهرڅه لومړنۍ اړتیا ده؛ سیاستوالو ته که په افغانستان دننه دي، یوه مهمه سیاسي لوبه او د خپلو ګټو د بقا کیسه ده.
افغان سوله اوس د نورو پېچلو اړخونو ترڅنګ د دوه ۵۳ کلنو زړو یارانو د سیاسي لوبې مهمه نقطه ګرځیدلې.
د یوه پوهنتون دوه لوبغاړي
اشرف غني احمدزی او زلمی خلیزاد د ظاهر شاه د پاچاهۍ پر وخت د لبنان د بیروت امریکایي پوهنتون ته کامیاب شول.
دواړه په یوه وخت د دغه پوهنتون محصلین او د اوازو له مخې له هماغه وخته سره وران شول.
اوس غني د افغانستان ولسمشر او خلیلزاد د امریکایي تابعیت له لرلو سره د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی او په اصطلاح (همه کاره) دی.
دوی دواړه له شخصي دوستۍ وراخوا په یوه مهمه مسئله ( افغان سوله) کې د دوو هېوادونو د استازیتوب مسولیت لري.
دواړه لوري هڅه کوي، چې خپلې ملي او حتا شخصي اجنډاوې په دغه پروسه کې تامین او د یو بل پر وړاندې لوبه وکړي.
لوبه په څه ده؟
افغان حکومت(خاصتاً د ولسمشر غني ډلې) د خپل ملی امنیت سلاکار حمدالله محب په خوله په امریکا کې ادعا وکړه، چې زلمی خلیلزاد په افغانستان کې شخصي موخې لري او ورته د رسیدو لپاره افغان حکومت د سولې له مذاکراتو څنډې ته کول او ان خپله د واک ته رسیدو تکل لري.
د محب په وینا خلیلزاد غواړي د غني حکومت له مشروعیته بې برخې وښيي او په دې توګه د طالبانو، افغان سیاستوالو او امریکا په ګډه هوکړه یو موقت حکومت جوړکړي.
هغه څه، چې د ده په وینا د افغانستان په تاوان دي او حکومت له داسې مبهمې او له ځان نه پټې ساتل شوې سولې سره همغږی نه دی.
له محب څخه مخکې خلیلزاد په یوه مرکه کې ویلي و، چې د وسله والو طالبانو استازي له افغان حکومت سره ځکه مخامخ خبرو ته نه حاضریږي، چې دا حکومت مشروع نه ګڼي او فکر کوي، چې ورسره د سولې خبرو نه به ولسمشر غني د راتلونکي ولسمشریز نوماند په توګه کمپایني استفاده وکړي.
د خلیلزاد دا ډول خبرو په ډاګه کړه، چې دا سړی د غني د بیا ولسمشرکیدو مخالف دی.
دا لوبه که څه هم افغان حکومت د (افغان حکومت او خلیلزاد) د لوبې په توګه منعکس کړه، خو ولیدل شول چې خبره داسې نه ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د محب له دغو خبرو وروسته سمدستي هغه په واشنګټن کې احضار او ورته وویل: پر خلیلزاد برید پر امریکایي خارجه وزارت برید دی!
خلیلزاد هم څو ځله وویل، چې دا کومه شخصي اجنډا نه لري؛ بلکې د امریکا د یوه مامور په حیث خپله سپارلې دنده ترسره کوي.
په دې ډول معلومه شوه، چې لوبه د خلیلزاد او غني ترمنځ نه؛ بلکې د امریکا او غني ترمنځ ده.
په دې لوبه کې د حکومت نور شریکان او لوړپوړي غړي د غني ډېر ملاتړي نه ښکاري. په دې برخه کې د غني د حکومت شریکوال ډاکټرعبدالله د محب خبرو ته خپه او د خلیلزاد هڅې یې وستایلې.
د غني د قوت او کمزورۍ ټکي
اشرف غني له امریکا یا خلیلزاد سره د سولې په روانه لوبه کې څو د قوت ټکي لري:
ـ د افغانستان له حکومت سره د طالبانو مخامخ او ډانګ پېیلي مذاکرات غواړي او ټینګار کوي، چې د افغانستان شته بنسټونه، ارزښتونه او لاسته راوړنې باید خوندي کړي.
ـ غني د سولې په روانو هڅو او تقریباً ټولو مسئلو کې د افغانستان د ځوان نسل، ښځو، روښانفکرانو او دیموکراتانو ملاتړ له ځان سره لري.
ـ غني د افغانستان د شاتګ پرځای د پرمختګ ادعا او طرحې دواړه لري، په دې برخه کې یې نسبي کارونه هم له ټولو کمزوریو سره محسوس دي.
ـ غني په سیمه ییزه کچه د منځنۍ اسیا د یو شمېرهېوادونو لکه: ازبکستان، ترکمنستان او همدا شان هندوستان ملاتړ لري. په نړیواله کچه اروپایي ټولنه هم ترډېره د غني ملاتړ کوي.
ـ غني د سولې مشورتي لویې جرګې ته هیله من دی، چې د خپلو ملاتړو په ځای په ځای کولو سره به ترې د سولې لپاره د خپلې اجنډا د ملاتړ غږ پورته او خپل دریځ به غښتلی کړي.
ـ غني د امریکا او خپلو سیاسي مخالفینو د یوې مهمې طرحې ( موقت حکومت جوړولو او ټاکنو ځندولو) کلک مخالف دی. دا مخالفت یې هم په قانوني لحاظ او هم ماضي ته د نه ستنیدو له کبله قوت بښي.
خو غني د کمزورۍ دا مهم ټکي هم لري:
ـ غني د واک په انحصار او د نورو په څنډې ته کولو تورن دی. هغه له دې کبله د افغانستان د اکثریتو مشهورو سیاسي څېرو او بانفوذه جریانونو له مخالفت سره دی.
ـ غني د سیمې د هېوادونو:(پاکستان، ایران، روسیې او چین) له مخالفت سره هم مخ دی. دا مخالفت غني د امریکا د افراطي ملاتړ په بیه ترلاسه کړی، خو اوس بیرته دا هېوادونه او امریکا یو لاس شوي او غني ته تقریباً یو ډول نظر لري.
ـ غني د سولې جرګې له جوړولو مخکې په قطرکې د طالب استازو او افغان سیاسي ډلو او مدني ټولنو د یوې مهمې او سترې ناستې د جوړیدو له خطر سره مخ دی؛ هغه خطر چې راتلونکې جرګه او د غني دریځ ته زیات تاوان اړولی شي.
ـ غني له موقت حکومت سره د مخالفت او پر ټاکنو له ټینګار سره د خپلو مخالفینو لخوا د واک په لېونۍ مینې تورنیږي( یو ځل خلیلزاد په یوه مرکه کې وویل: ځینو ویل چې سولې ته له سره تېریږي، خو اوس د څوکۍ غم اخیستي).
د امریکا( خلیلزاد) د کمزورۍ او قوت ټکي:
ـ امریکا پر اکثرو افغان سیاستوالو اغېز لري، خلیلزاد د همدې اغېز په برکت غني ته په شمار پاتې څو مطرح سیاسي متحدین هم یا د ځان ملګري کړي او یا یې د غني له ملاتړه ویستي.
ـ امریکا په ډېر ګومان له سیمه ییزو هېوادونو خاصتاً پاکستان او روسیې سره هوکړې ته رسیدلی، چې په افغانستان کې د یکه تازۍ د سیاست پرځای د مشترکو ګټو سیاست کوي او له مخې یې طالبان او د سیمې د هېوادونو نور استازې ډلې په راتلونکي واک کې شاملوي.
ـ امریکا د نړیوال زبرځواک او د افغانستان د ترټولو مالي او سیاسي ملاتړي په حیث په هر اړخیز ډول د غني د حکومت مشروعیت، تګلارې او ترې د خلکو رضایت څه پخپله او څه د نورو په خوله ننګولای شي.
د امریکا د کمزورۍ ټکي:
ـ امریکا سر له اوسه د غني د حکومت لخوا د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې له کنایوي تور سره مخ دی، چې د لوبې له مخته تلو او د غني د احتمالي سخت دریځۍ له دوام سره بالمقابل د امریکا دریځ هم ننګولای شي.
ـ امریکا د افغان حکومت او خاصتاً غني له ګډون پرته د سولې په هغه معامله کې چې طالب او افغان دودیزو سیاستوالو سره یې کوي، د افغانستان په ځوان نسل کې چې امریکا خورا پانګونه پرې کړې او ګڼ نور ستراتیژیک اهداف ورسره لري، خپل باور او اعتبار له لاسه ورکوي.
پایله به څه وي؟
په سیاست کې وایي وروستۍ خبره نشته، یا هیڅ خبرې ته په آخره کې ټکی نه ایښودل کیږي چې نور څه ورسره ونه لیکل شي.
وروستۍ اوازې خو دا څرګندوي، چې امریکا که د موقت حکومت پر جوړولو ډېر کلک وي، نو خامخا به غني ته په نړیوال بانک یا د ملګرو ملتونو په یوه مهمه برخه کې مهمه دنده ورکوي.
د دې ترڅنګ غني ته له واکه د څنډې ته کیدو په امتیاز کې د سولې د کومې معتبرې جایزې د ورکړې احتمال هم شته.
که امریکا په دې موضوع کې ډېره لېوالتیا ونه لري، بیا به امکان دا وي، چې غني ته د سولې له روانو هڅو خپل مشخص اهداف بیان او د دې پرځای چې د خپل استازي په مستقیم رول یې مخته یوسي، د غني په وجود کې به یې ترلاسه کوي.
په دې برخه کې حتمي ده، چې غني به د حمد الله محب په شان د بدو ورځو همکار د امریکا په فشار یا لږ ترلږه امریکا ته د اوړو د پوزې جوړولو لپاره ګوښه یا بل ځای ګماري.
د نورو سناریو ګانو احتمال هم شته، دا چې څه به وي او څوک به د لوبې ګټونکی وي، وروسته معلومیږي.
خو څه چې روښانه دي او د سیاست منطق یې حکم کوي، تر خطرناکو مرحلو به له دواړو لورو یو هم نه ځي، ځکه د دواړو لپاره بدې پایلې لري.