زلمي خلیلزاد: له افغانستان سره د منځنۍ اسیا سوله‌ییزې اړیکې د امریکا په ګټه دي

سپینه تجريدي ډیزاین
لیکنه: ولمه ځلا

یاران July 1, 2020
زلمي خلیل‌زاد د افغان سولې لپاره یو ځل بیا منځنۍ اسیا ته سفر پیل کړی او تر هغه وروسته به له پاکستاني چارواکو سره هم وګوري.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګري استازي زلمي خلیل‌زاد نن پر خپلې ټوېټر پاڼه لیکلي چې د افغان سولې لپاره یې د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغزستان هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره لیدلي دي.
خلیل‌زاد لیکلي:

یو با ثباته او سوکاله افغانستان په منځنۍ اسیا  کې د سیمه‌ییزې سولې د امنیت او سوکالۍ لپاره مهم دی.

نوموړي دا هم لیکلي چې دا د امریکا په ګټه ده چې  په منځنۍ اسیا کې مقتدره او خپلواکه دولتونه له افغانستان سره د سوله‌ییزې اسیا لپاره کار وکړي.
ده زیاته کړه چې له یادو وزیرانو سره یې په هر هېواد کې او د پولې بهر پر شاوخوا فرصتونو او د سمیې د ودې لپاره د جمعې صندوق په اړه یې خبرې کړې دي.
تر دغه سفر وروسته به زلمی خلیلزاد پاکستان ته لاړ او هلته به چارواکو سره پر سولې، تاوتریخوالي پر کمښت او د بندیانو پر خلاصون خبرې وکړي.
بل لور ته بیا د سولې د مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله خبر ورکړی چې د سولې او پرمختګونو په اړه یې له ولسمشر محمد اشرف غني سره د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې کړي دي.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو د ډلې مشر او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړي دي.
په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین رسنیو ته ویلي چې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر اخندزاده او مایک پامپیو پر افغان سولې، د بندیانو پر خلاصون، د امریکايي ځواکونو پر وتلو او د عملیاتو پر کمښت غږېدلي دي.
خو دا هم اټکل شوې چې زلمی خلیل‌زاد به تر پاکستان وروسته په دوحه کې له طالب مشرانو سره ګوري او د ویډیو کنفرانس له لارې به افغان چارواکو سره اړینې خبرې شریکې کړي.
زلمی خلیل‌زاد او مایک پامپیو په داسې حال کې د افغان سولې لپاره لیدنې او سفرونه کوي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده.
دغه زار اروپایې ټولنې په افغانستان د تاوتریخوالي په ډېرېدو اندېښنه ښودلې ده او دا یې د افغان چارواکواو طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اغېزمندل بللي دي.
دې ټولنې ټینګار کړی چې په افغانستان کې دې ژر تر ژر د د دواړو لورو ترمنځ خبرې پیل شي.