ژباړه: محمد عزيز پردېس
په اوسني عصر کې موږ ټول د دې په هڅه کې يو چې د خپلو شاوخوا کسانو سره دوستانه اړيکې ولرو. ځيني وختونه هغوی ته اطمينان ورکوو او د ژوندانه شخصي مسائلو په اړه ورته وايو او ځيني امکانات ورته په اختيار کې ورکوو، هغوی سره تفرېح ته ځو او کورنۍ اړيکې ورسره ټينګوو.
د دې ټولو اعتمادونو او محبتونو دليل دا دی چې موږ د هغوی پر وړاندې د نږدېوالي، صميميت او رفاقت احساس کوو، خو تر دې دمه مو دا احاساس کړی دی چې دوستي او ملګرتيا هم ځانګړنې لري؟ البته دا ځانګړنې په رسمي ډول نه دي راټولې شوي او نه هم په ټولنيزو اړيکو کې ورته چندان پاملرنه کېږي. البته ځيني ټکي شته چې معمولا په صميمي او دوستانه اړيکو کې ډېر ترسترګو کېږي او احساسیږي چې همدا واړه جزئيات دي چې يوه معمولي رابطه په يوې غښتلې او صميمي اړيکې اړوي.
– معمولي ملګري يوازې په تصادفي، اتفاقي او اجباري توګه په کاري چاپېريال، پوهنتون… کې له او يو او بل سره ګوري، خو رښتيني ملګري چې هرکله فرصت ومومي نو د يو او بل په څنګ کې وي.
– معمولي دوستان مو هڅه کوي چې ستاسو له ستونزو څخه ځان خبر کړي، خو رښتيني ملګري بيا هڅه کوي چې ستونزې مو حل کړي.
– معمولي دوستان د يو او بل د پلار او مور په نومونو نپوهېږي، خو رښتيني دوستان بيا د يو او بل د اړيکو شمېرو، د کور د پتو، ځانګړنو او د هرڅه په اړه بشپړ مالومات لري.
– رښتيني ملګري درسره مرتباً ټيليفوني اړيکې نيسي، خو معمولي ملګري چې کله يې کار وي؛ زنګ درته وهي.
– واقعي دوستان ستاسو په غياب کې ستاسو حامي او ملاتړي و، خو معمولي دوستان بيا ستاسو په غياب کې ستاسو په اړه له غيبت څخه هم ډډه نه کوي.
– يو معمولي ملګری ستاسو نېمګړتياوو ته دومره پاملرنه نه کوي، خو واقعي ملګری هڅه کوي چې نيمګړتياوې مو له منځه يوسي.
– د معمولي ملګرو ترمنځ چې کله کوم اختلاف رامنځ ته شي، نو خپلې اړيکې پرې کوي؛ خو رښتيني ملګري وروسته د اختلاف څخه هم له يو او بل سره اړيکه نيسي.
– يو رښتينی ملګری، ستاسو ناموس، اولاد او کورنۍ ته په درنه سترګه ګوري، خو معمولي ملګری بيا دا اوصاف نه لري.
– رښتيني ملګري ستاسو په ارزښت ښه پوهېږي او د مادياتو په پرتله مو معنويات ورته مهم دي؛ خو عادي ملګري بيا د دې خبرو په کيسه کې نه دي.
– يو معمولي ملګری دې سره مينه نه لري چې ستاسو د وړيتاو او برياليتوبونو په اړه څه واوري، خو رښتيني ملګري بيا ستاسو پر برياليتوبونو وياړي او تل د نورو ملګرو په منځ کې درباندې وياړي.
– رښتيني ملګري چې کله خواشيني وي، تاسو ته زنګ وهي؛ خو معمولي ملګري بيا ستاسو له غږ سره اصلا علاقه نلري.
– رښتيني ملګري ستاسو د ستونزو د رفع کولو په موخو له خپلو ګټو څخه تېرېږي، خو معمولي ملګري بيا په دې هڅه کې دي چې ستاسو له ګټو څخه سود واخلي.
– رښتيني ملګري ستاسو په غياب کې ستاسو ستونزې حل کوي، خو معمولي دوستان په دې هکله بې تفاوته دي.
– رښتيني ملګري ستاسو آبرو ساتي، خو معمولي ملګري بيا يوازې د خپل خوند اخېستلو په فکر کې دي.
– کله چې په غلطه لار ځئ، عادي ملګري مو کيسه کې نه دي او يوازې په غوږ مو وهي؛ خو رښتيني ملګري مو بيا په څپېړه وهي او مخه مو نيسي.
– معمولي ملګري ستاسو د غوښتنو په اړه کوم تمايل نلري، خو رښتيني ملګري بيا په واقعيت سره ستاسو په اړه هرڅه درک کوي.
– رښتيني ملګري تل تاسو سره په يو ډول چلند کوي، خو عادي ملګري بيا موقعيت او شرايطو ته په کتو خپل چلند ته تغير ورکوي.
– رښتينی ملګری هېڅکله تاسو ته دروغ نه وايي.
– کله چې په روغتون کې بستر ياست، معمولي ملګری مو ليدنې ته راځي، خو واقعي ملګری بيا تل ستاسو په څنګ کې پاتې کېږي.
د دې مواردو په پوهېدو سره کولی شئ چې خپل رښتيني او واقعي ملګري په ښه توګه وپېژنئ.