ژباړه: عطا محمد میاخېل
سارا دوه کلنه ماشومه ده، چې د هلکانو وېښتان باسي، علي درې کلن ماشوم دی، کله چې ملګري او دوستان یې د هغه د لوبو په وسایلو باندې لاس وهي، نو ژاړي. مریم دوه نیم کلنه ماشومه ده، چې خپل ورور د خپلو لوبو له وسایلو څخه د کوتک او څپېړې په وسیله لرې کوي او داسې نور…
دا ماشومان سره له دې، چې د عمر له پلوه، له یو بل سره توپیر لري، خو په یو څه کې ګډ ټکی لری، هغه هم د ستونزو د حل لپاره، له زور او ځواک څخه ګټه اخیستنه ده. والدین له ځانه پوښتنه کوي، چې آیا د ستونزو د حل لپاره، له زور څخه ګټه اخیستنه سمه ده؟ کوم ځواب چې تر لاسه کوي یې مثبت دی، ځکه کوچنیو ماشومانو تر دې دمه د حل بله لاره نه ده زده کړې. والدین د حل بلې لارې په ورښودلو سره، کولای شي، د هغوی په چلند کې بدلون رامنځته کړي.
که ماشوم مو داسې احساس وکړي، چې تاسو به یې له حقونو څخه دفاع وکړئ، نو له شخړې او لانجې څخه ډډه کوي، هغه باید ستاسو په بې لوري توب باندې باور ولري. کله وخت ماشومان داسې احساس کوي، چې له خپل مشر ورور او یا هم له خپلې مشرې خور څخه کمزوري دي، نو له دې امله د هغوی ځورول پیلوي، تاسو له لږ سترو ماشومانو سره مرسته وکړئ، ترڅو دې ته متوجه شي، چې د کوچني ورور او یا هم کوچنۍ خور ځورونکي چلندونه دوی ته زیان رسول نه دي.
ماشومان د بېلابېلو دلایلو له مخې په شخړو او لانجو لاس پورې کوي، د بېلګې په توګه:
هغه ماشوم، چې تراوسه یې خبرې کول نه دي زده کړي، ښایي خپلې خور یا ورور ته غږ کړي او د ځواب د نه اورېدلو په صورت کې د هغه یا د هغې وېښتان وشکوي، خو دا چې خبرې کول زده کړي، نو له دا ډول تګلارې څخه به ګټه وانخلي. که له دا ډول ستونزې سره مخامخ یاست، د خپل ماشوم د دې ډول چلند په اړه هغه ته یادونه وکړئ او له دې چې خپل ورور یا خور په لرګي ووهي. مخنیوی وکړئ، خو هغه مه وهئ، ځکه په دې صورت کې به د وېښتانو ویستل پرېږدي او په لرګي وهلو له تګلارې څخه به کار واخلي.
ډېری والدین په دې باور دي، چې ځینې ټلویزیوني پروګرامونه د ماشومانو د بدې روزنې سبب ګرځي، په داسې حالاتو کې، غوره ده، چې خپل ماشوم ته اجازه ورنه کړئ، چې له تاوتریخوالي څخه ډک فلمونه وګوري او یا د لنډې مودې لپاره اجازه مه ورکوئ، چې ټلویزیون ننداره کړي. یوه مور وایي: کله چې ماشوم مې د څو ورځو لپاره د ټلویزیون له کتلو څخه محروم شو، نو خپل تهاجمي چلند یې پرېښوده، نو له دې امله د خپل ماشوم د ګواښلو لپاره، یې له دې تګلارې څخه ګټه واخیستله.
ماشوم باید په کافي اندازه د فزیکي فعالیتونو فرصت ولري، که هوا باراني وي، کولای شي په یوه کوټه او یا هم داسې یو ځای کې ورزش وکړي، چې سر یې پټ او د باران له ورښت څخه خوندي وي. فزیکي فعالیتونه ماشومانو ته په آرامتیا بښنه کې، د پام وړ اغېز لري.
له بریده زیات فعالیتونه هم د ماشومانو د ستړیا سبب ګرځي، هغوی په معمول ډول د ستړیا په حالت کې په بې حوصلګۍ او بد چلندۍ باندې اخته کېږي.
د دې لیکنې په دوام هغو کلیدي ټکو ته اشاره کوو، چې د ماشومانو د شخړې، لانجې او جګړې پرمهال باید ورته پام وشي.
۱ ـــ که چېرې ستر ماشوم د کوچني ماشوم د ځورونې سبب ګرځي، نو د لوبو ځای یې له یو بل څخه جلا کړئ.
۲ ـــ په هغه وخت کې د کوچني ماشوم رټنه، چې ګرم دی او لږ ستر ماشوم ځوروي، د دې سبب ګرځي، چې لږ ستر ماشوم داسې احساس وکړي، چې تاسو عادلانه قضاوت کړی دی. ښایي کوچنی ماشوم حیران او غلی شی، خو اندېښمن به نه شي.
۳ ـــ کله چې کوچنی ماشوم د لږ څه ستر ماشوم د ځورونې لامل ګرځي، تاسو باید له ستر ماشوم سره همدردي وکړئ او هغه ته توضیحات ورکړئ، چې ورور یا خور یې تر اوسه کوچنی یا کوچنۍ ده او هغه باید کوچني ماشوم ته ډېر څه ورزده کړي. کوچنی ماشوم هم په غېږ کې ونیسئ او ښکل یې کړئ، ترڅو له مورنۍ مینې څخه محروم نه شي.
۴ ـــ ستر ماشوم د ټولې ورځې لپاره، له کوچني ماشوم څخه مه جلا کوئ، اجازه ورکړئ، چې کله وخت له یو بل سره لوبې وکړي او د هغوی جزئي لانجې نالیدلې ونیسئ.
۵ ـــ خپل لږ څه ستر ماشوم ته یو مسؤولیت ور تر غاړې کړئ، ترڅو وکولای شي، د لږ څه کوچني ماشوم له بد خُلقیو سره مسؤولانه چلند ولري.
۶ ـــ د دې د ارزونې لپاره، چې آیا د ماشومانو په چلند کې کوم بدلون رامنځته شوی دی او که نه، د هغوی له ښوونکو څخه پوښتنې وکړئ، ښایي تاسو هڅه وکړئ، چې په کور کې د شخړې او لانجې له رامنځته کېدو څخه مخنیوی وکړئ، خو د خپل ماشوم له تاوتریخوالي ډک چلند کې بدلون مه ګورئ، ډېری ماشومان د بهرني چاپېریال په پرتله په کور کې ډېرې لانجې او شخړې کوي، نو له دې امله ښایي په باندني چاپېریال کې د هغوی له غوسې او تاوتریخوالي څخه ډک چلند کې بدون رامنځته شوی وي، خو تر دې دمه دا بدلون د کور په چاپېریال کې نه دی ښکاره شوی. له ښوونکو سره د خبرو اترو له لارې کولای شئ، د دې بدلونونو له رامنځته کېدو څخه خبر شئ.
۷ ـــ که ماشوم مو په دې باندې پوه شي، چې تاسو بې لوري یاست او د هغه له حقونو څخه دفاع کوئ، هغه هم خپله بښنه او زغم زیاتوي او نه غوسه کېږي.
۸ ـــ له خپل ماشوم څخه تمه مه لرئ، چې خپل ټول وسایل د نورو په واک کې ورکړي.
۹ ـــ تاسو نباید د خپلو ماشومانو په ټولو لانجو کې ځان ښکېل کړئ، که له قضاوت څخه لاس واخلئ، نو ماشومان به مو هم د ستونزو د حل په څرنګوالي باندې پوه شي.
۱۰ ـــ ځینې ماشومان له خپلو والدینو سره د اړیکې د ټینګښت لپاره، لاچاره کېږي، چې لانجه وکړي، په دې ډول لانجو کې د قضاوت پرځای، له خپلو ماشومانو سره لوبې وکړئ او له هغوی سره اړیکه ټینګه کړئ.