په کندهار ولایت کي د لومړۍ ځل لپاره د یو خصوصي تحصیلي نهاد (ډاکټر مامون (طاهري) د روغتيايي علومو انستیتوت) لخوا د ځونانو په نامه د کرکیټ ۱۴ اوریز جام په لومړۍ سيالۍ سره پیل سو.
د ځوانانو په دې جام کي ۶۴ لوبډلي لوبیږي او د اونۍ په اخیره ورځ لوبي کوي او ددې جام اتلي لوبډلي او غوره لوبغاړو ته د انستیتوت لخوا لويي جایزې هم په نظر کي نیول سوي دي.
د ځوانانو دا جام نن په یولړ مراسمو سره پیل سو، چي په مراسمو کي د ولایت مقام استازو، مشرانو، د انستیتوت مسؤلینو، د لوبډلو لوبغاړو او د لوبډلو استازو ګډون کړی وو.
په مراسمو کي چارواکو وویل چي دا د کندهار د ځوانانو لپاره یو لوی او نیک کار دئ او موږ ددې انستیتوت د مشرانو څخه مننه کوو.
همداراز د انستیتوت د مسؤلینو په خبره چي ددې جام څخه یې هدف د روغتیا له اړخه د کندهار په ځوانانو کي د ورزش ژوندی ساتل دي.
د یادو مراسمو د پټۍ له پرېکولو وروسته د جام لومړۍ لوبه ترسره سوه، چي په دې لوبه کي اتحاد لوبډلي الماس کرکیټ کلب ته ماتي ورکړه.
د لوبي پچه اتحاد لوبډلي وګټل او توپ وهنه یې غوره کړه.
اتحاد لوبډلي د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره الماس لوبډلي ته ۱۵۳ هدف وټاکئ.
د اتحاد لوبډلي څخه عبدالمنان بریدګره لوبه وکړه او تر ټولو ډېري ۷۵ منډي یې وکړې.
د الماس کلب لپاره خانزاده او اجمل دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د لوبي په دوهمه پاڼۍ کي الماس لوبډلي ۱۰۴ منډي جوړي کړې او د اتحاد لوبډلي څخه یې په ۴۸ منډو ماته وخوړه.
د اتحاد لوبډلي لپاره داؤد آغا بهترینه توپ اچونه وكړه او درې ویکټي یې واخیستې.