ژباړه: ملیحه ناصري
1- شبکه جوړونه: ډېری دفترونه او کاري شبکې خپل اعلانونه نه خپروي یا پټ یې ساتي چې ته انګلیسي کې ( Hidden job market) وایي. دغو پټو ادرسونو ته د لاسرسي په موخه, تاسو د ځینو نفوذ لرونکو ملګرو لیکلړ جوړ کړئ چې هغوی له نورو کسانو سره پراخې اړیکې ولري. کېدی شي دوی به د یوه ځای د کارکوونکو د اړتیا له اعلانه خبر وي؛ خو پر دې به نه وي پوه چې تاسو هم اړتیا ورته لرئ. یوه ورځ ورته ځانګړې کړئ او له دغو بانفوذه ملګرو سره یو پیاله چای وڅښئ, ورته ووایاست چې په دغو شرایطو دندې ته اړتیا لرم. که بیا چېرته پکار وئ, احوال به درکړي.
2- د پوهنتون ټولګیوالو سره اړیکه ساتل: د پوهنتون دورې له ټولګیوالو او ملګرو سره اړیکې مه پرې کوئ. د دې تر څنګ نوي ملګري ومومئ او وپالئ.
3- په غونډو کې ګډون: تاسو کولی شئ په آنلاین او حضوري بڼه په ځینو غونډو کې ګډون وکړئ. فراغت غونډې ته لاړ شئ. له هم مسلکانو سره اړیکې ټینګې کړئ. په غونډو کې حداقل له یوه نا اشنا کس سره ځان اشنا کړئ.
4 – سایټونه او پاڼې خوښې/ لایک کړئ. څو د کار اړوند خبرونه خپله درته راشي.
5- ځانګړي شرکتونو سره اړیکه: که تاسو له پخوا کوم شرکت سره مینه لرله, غوښتل مو کار ورسره وکړئ؛ نو ورشئ د کارمونې څانګې همکار ته یې ځان وروپېژنئ.